د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي آر) وايي چې په پام کې لري چې په را روان ژمي کې به ۱۷۵زره داخلي بې ځایه شویو کسانو سره د چین په مالي ملاتړ د کمپلو، د پخلنځي توکو او ترپالونو اضافي مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د یکشنبې د ورځې ناوخته دسمبر اتم( لیندۍ ۱۸مه) د ایکس په پاڼه لیکلي چې دا مرستې په داسې حال کې ترسره کیږي چې بې ځایه شوې کورنۍ د ژمي په پیلیدو سره د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مبارزه کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ لیکلي: " د چینا ایډ د نړیوالې پراختیا او د سویل د همکارۍ وجهي صندوق په سخاوتمندانه مرستې سره به ۱۷۵۰۰۰بې ځایه شوي افغانان اضافي مرستې ترلاسه کوي. دا مرستې په داسې حال کې ترسره کیږي چې کورنۍ د ژمي په پیلیدو سره د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مبارزه کوي."
په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې ډیرې کمې شوي، چین په دې وروستیو میاشتو کې د ملګرو ملتونو څو پروګرامونو سره مالي مرستې کړي، چې له امله یې په زرګونو افغانانو ته د خوړو او نورې اړینې مرستې چمتو شوي دي. ددې دمخه چین د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) سره هم مالي مرستې کړې وې.
ملګرو ملتونو ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله یې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د خوړو دمرستو د برابرولو ترڅنګ روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هم مرستې کمې شوي چې ورسره په دغه هیواد کې لسګونه روغتیايي کلینیکونه تړل شوي دي.
دمخه د طالبانو حکومت د کډوالو او ستندیدونکو چارو وزارت د نومبر۱۲(لړم ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې خپلو اصلي مینو ته د ۲.۵ میلیونو داخلي بې ځایه شویو کسانو د ستنیدلو بهیر یې پیل کړی دی.
ددغه وزارت په کور دننه د بې ځایه شویو کورنیو د وضعیت د ارزونې رئیس، سردار شیرزاد ویلي چې ټاکل شوې ددې بهیر په ترڅ کې به ۲.۵ میلیونه بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته انتقال شي.
د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې دا بهیر د کابل په ولایت کې پیل شوی او ټاکل شوې ده چې ددغه بهیر په لومړي پړاو کې له ۵۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ له دغه ولایت څخه خپلو اصلي سیمو ته انتقال شي.
ددغه وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني ویلي: "په لومړي قدم کې ۵۰۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ د کابل له ښار څخه مختلفو ولایتونو کې خپلو اصلي سیمو ته به انتقال شي، چې اکثریت یې د کندز ولایت اوسیدونکي دي".
د راپورونو له مخې افغانستان کې جګړې، طبیعي پیښې، وچکالۍ، بې وزلي او لوږه، بیکاري او پر ښځو باندې محدودیتونه ددې سبب شوي چې په سلګونو زره کسان د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شي او نورو سیمو ته کډه وکړي.
د ملګرو ملتونو د ګډوالو د عالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې د یو راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې درې میلیونه او ۲۲۱زره او ۳۰۰ داخلي بې ځایه شوي کسان له خپلو اصلي سیمو بهر په نورو ولایتونو کې ژوند کوي. ددغه شمیر ۸۹۹ زره او ۹۶ تنه یې د ۲۰۲۱ کال را وروسته له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. دا کډوال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۶ ولایتونو کې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو کسانو شمیر له شپږو میلیونو څخه زیات دی، چې د ډیرو سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.
ددغه سازمان د راپور پراساس افغانستان د داخلي بې ځایه شویو کسانو د لوړ شمیر د لرلو له امله په نړۍ کې درېیم هیواد دی.
د طالبانو حکومت خپلو اصلي سیمو ته په کوردننه د بې ځایه شویو کورنیو د ستنولو د بهیر اعلان په داسې حال کې کړی، چې ډیرې کورنۍ د بیلابیلو دلایلو له مخې په خپله خوښه خپلو اصلي سیمو ته ستنیدلو سره لیوالتیا نلري.
د روان ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې د طالبانو د حکومت له خوا په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو په کمپ کې د اوسیدانې د کورونو د ړنګولو پر وړاندې د ناروې د کډوالو شورا اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې طالبان باید پرته له ځنډ څخه د بې ځایه شویو کسانو د کورونو ړنګول بند کړي.
د ناروې د کډوالو شورا د جون څلورم (غبرګولي ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو د کمپ د ړنګیدو وروسته ۸۰۰ کورنیو زیان لیدلی او هغوی یو ځل بیا بې کوره شوي دي.
د ناروې د کډوالو د شورا شمیرنې ښيي چې د تیر ۲۰۲۳ کال تر پایه ۴.۲ میلیونه افغانان د جګړو او تاوتریخوالي د اقداماتو او ۱.۵ میلیونه نور د طبیعي پیښو له امله په خپل هیواد کې خپلو مینو پریښودلو ته اړ شوي دي.
ددې دمخه هم د طالبانو حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د جون او جولای په میاشتو کې په کابل کې د کورنیو بې ځایه شویو کورنیو دوه کمپونه نړولي وو. همداشان د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ د دسمبر په میاشت کې د بادغیس په ولایت کې هم د کورنیو بې ځایه شویو کسانو یو کمپ تخریب کړی وو.
د ناروې د کډوالو د شورا موندنې ښيي چې کومې کورنۍ چې له دغو کمپونو څخه شړل شوي د معیشت د برابرولو او لومړنیو اړتیاو د پوره کولو په برخه کې د سختو شرایطو سره لاس او ګریوان دي.
فورم \ دبحث خونه