د لاس رسي وړ اتصالات

چین د افغانستان روغتیا سکټور سره د ۱.۵ میلیونو ډالرو مرسته کوي


یونیسف ویلي چې د چین پر دغه مرسته به ۲۸ زرو او ۵۰۰ کورنیو ته تصیفه شوې اوبه برابرې شي.
یونیسف ویلي چې د چین پر دغه مرسته به ۲۸ زرو او ۵۰۰ کورنیو ته تصیفه شوې اوبه برابرې شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونیسف) وايي چې چین په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کیدو او د طبیعي پیښو څخه زیانمن شویو کورنیو ته د روغتیايی خدمتونو د برابرولو لپاره د ۱.۵ میلیونو ډالرو مرسته کوي.

دغې ادارې د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۸ لیندۍ اتم) په یوه خبرپاڼه ویلي چې دا لومړی ځل دی چې یونیسف او چین د طبیعي پیښو څخه زیانمن شویو سیمو کې د ماشومانو او د هغوی د کورنیو د بیړنیو اړتیاو په برخه کې پر حفظ الصحې او روغتیا باندې په تمرکز سره او د ماشومانو د نس ناستې ناروغۍ د مخنیوي لپاره سره همکاري کوي.

د یونیسف د ادارې د معلوماتو پراساس د چین پر دغه مرسته به د افغانستان په ځینو سیمو کې ۲۸ زرو او ۵۰۰ کورنیو ته د اوبو د تصفیې لپاره د تابلیټونو په برابرولو په مصرف ورسیږي.

د یونیسف د ادارې د وینا له مخې د مرستې په دې کڅوړه کې ۱۴ قلمه اړین روغتیايي توکي لکه صابون، شامپو د نکانو د پرې کول لپاره ناخن ګیر، روغتیايي پټۍ د غاښونو د حفظ الصحې وسایل او د اوبو د ساتلو لپاره سامان الات په کې شامل دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه روغتیايی کڅوړې به د طبیعي پیښو څخه په زیانمن شویو سیمو کې نږدې ۲۸۹ زره کسانو ته چې د نس ناستې د سختې ناروغۍ د خپریدو د خطر سره مخ دي وویشل شي.

یونیسف ویلي چې په افغانستان کې طبیعي پیښو په ځانګړي ډول د سیلابونو د راوتلو له امله د څښلو د پاکو اوبو نشتون د کورنیو په ځانګړي ډول د ماشومانو ترمنځ د نس ناستې د ناورغۍ د خپریدو سبب شوی دی.

ملګري ملتونه وايي په تیرو دوو کلنو کې په دغه هیواد کې ۱۲ میلیونو کسانو د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه درلود.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه په افغانستان کې د سخت نس ناستې ۱۵۲ زره پیښې ثبت شوي او همداشان په دې موده کې ۷۳ تنه پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې ددغو ثبت شویو پیښو ۵۶ فیصده یې د پنځه کلو څخه د کم عمر ماشومان وو.

د یونیسف له خوا په دغه خپرشوې خبرپاڼه کې په کابل کې د چین د سفیرجاو شینګ له قوله ویل شوي: " مونږ خوشاله یو جې د یونیسف سره د بیړیو اړتیاو د پوره کولو په برخه کې همکاري کوو".

هغه ویلي چې د افغانستان خلکو ته په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د مرستو دوام ته هغوی ژمن دي.

ددې دمخه د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) هم په یو راپور کې ویلي و، چې د روان د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه راهیسې یې په افغانستان کې د سخت نش ناستې ۱۲۵ زره او ۴۷۱ پیښې ثبت کړي دي. ډبلیو ایچ او ویلي چې ددغه شمیر ۵۵ فیصده یې ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي و چې پر دغې ناروغۍ ۶۰ تنه چې اکثره یې ماشومان وومړه شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د نس ناستې اکثره دا پیښې د نیمروز، پکتیا، لوګر او کابل په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغاسنتان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی. ددغو اغیزو یوه یې ددغه هیواد په اکثرو سیمو کې د پرله پسې کلنو لپاره د وچکالۍ شتون دی، چې ورسره د څښلو پاکو اوبو ته په ځانګړي ډول په ښاري سیمو کې د خلکو اړتیا مخ په زیاتیدو ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په کابل کې د څښاک پاکو اوبو روان بحران ته په کتنې ویلي چې که چیرې همدا اوس ددې ستونزې غم ونه خوړل شي، تر راتلونکو شپږو کلونو به په دغه ښار کې د ځمکې لاندې اوبه بیخې وچې شي.

یونسیف لیکلي: "اوبه ژوند دی. په چټکه توګه ښاري کیدل او د اقلیم بدلون له امله به په کابل کې د ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې لاندې اوبه ختمې شي. که چیرې مونږ همدا اوس لاس په کار نشو مونږ دا بهیر نشو درولی".

ددې دمخه چین د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام سره هم د څه باندې دریو میلیونو ډالرو مرسته کړې وه.

چین دا مرستې په داسې حال کې کړي، چې ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د بودیجې د کمښت سره مخ دي. ملګرو ملتونو ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله یې افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو څو پروګرامونه بند شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG