د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په دوام اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د ماشومانو په ګډون ۴۵۵ کسان د چاودونو اړوند پیښو کې مړه او ټپیان شوي دي.
دغې کمیټې د سه شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۳۱ (مرغومې ۱۱) په یو راپور کې ویلي چې ددې ۳۵۹ تنه قربانیان ماشومان وو.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې ملکیانو ته دا تلفات د چاودنو اړوند په ۲۳۴ پیښو کې رسیدلي دي. خو دغې کميټې دا نه دي ویلي چې په دې پیښو کې څومره کسان مړه او څومره نور ټپیان شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي : "افغانستان لا هم د ناچاودو توکو د چاودنو د خطر سره مخ دی، چې دددغه هیواد ټولنو ته یې زیاتې ستونزې رامخې ته کړي دي".
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي وو، چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جون ترمیاشتې یې په افغانستان کې د۲۹۲ ملکي وګړو تلفات ثبت کړې چې ۸۸ فیصده یې ماشومان وو.
اوچا د جولاۍ ۲۱ (چنګاښ ۳۱) په یوراپور کې ویلي چې د افغانستان په ۲۶۲ ولسوالیو کې ۱.۲ میلیون مترمربع ځمکه چې روزنیزو مرکزونو او د اوبو زیرمنو ته نږدې سمیې هم په کې شاملې دي په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده.
ملګرو ملتونو ویلي: "د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جون ترمیاشتې په افغانستان کې ۲۹۲ ملکي وګړو ته تلفات رسیدلي دي. ۸۸ فیصده تلفات د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ماشومانو ته رسیدلي دي، چې د هرو لسو تلفاتو نهه یې ماشومانو ته رسیدلي دي. نږدې ۵۰ فیصده تلفات ماشومانو ته د لوبو پرمهال رسیدلي، ۱۵ فیصده تلفات د اوسپنو د کباړ د ټولولو پرمهال ماشومانو ته رسیدلي دي".
اوچا په دې راپور کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلنو د ارزونو له مخې ماینونه او ناچاودې توکي په افغانستان کې ملکي وګړو ته د تلفاتو د رسیدلو په برخه کې د دوېیم ترټولو ستر خطر په توګه ګڼلی دی.
ددغې ارزونې له مخې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ د میاشتې او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر میاشتې په افغانستان کې ملکي وګړو ته یو زر او ۴۰۱ تلفات رسیدلي چې ۸۶ فیصده یې ماشومان وو.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ملاتړ یې د ۲۴۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته چې له نیمايي څخه زیات یې ماشومان وو د جګړو څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو توکو د خطر په تړاو پوهاوی ورکړی دی.
د بشري بحران پراختیدو په اړه اندیښنه
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې افغانستان خلک لا هم د زیاتو اقتصادي ګواښونو سره مخ دي او تیر ۲۰۲۴ کال ددغه هیواد د خلکو لپاره یو ډیر ستونزمن کال وو.
دغې کمیټې افغانستان کې د بشري اړتیاو ته د اړمنو افغانانو د اړتیاو پر زیاتیدو اندیښنه ښودلې او بحران پر پراختیدو د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې یې د افغانانو د بشري اړتیاو په پوره کولو باندې ټینګار کړی دی.
په دې راپور کې ویل شوي: "نړیوالو بندیزونو او د بهرنیو مرستو کمښت ګواښونه لا زیات کړي دي او ناسم وضعیت سره چې په یوداسې هیواد کې چې میلیونونه وګړي یې په بې وزلۍ، د خوړو نه خوندیتوب او د اړینو روغتیايي خدمتونو په څیر خدمتونو ته د لاس رسي په برخه د ستونزو سره مخ دي اړتیاوې لا زیاتې کړي دي".
د سره صلیب کمیټې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو، نجونو، ماشومانو او معلولیت لرونکو وګړو په ګډون د اړمنو ډلو وضعیت په اړه اندیښنه لري.دغې کمیټې ټینګار کړی چې د هغوی د ستونزو هوارول " په دوامدار ډول نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري تر څو دا ډاډ ترلاسه شي چې مرستې اړمنو کسانو ته ورسیږي".
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د افغانستان په بشري وضعیت باندې دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) په نوي ۲۰۲۵ کال کې هم تیرکال ته د ورته حالت اټکل کړی او ویلي دي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA)، د ډسمبر ۱۸(لیندۍ ۲۸) په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.
د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي".
اوچا ویلي چې د اړمنو افغانانو د ساتنې په ډلو کې په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او ماشومان او هغوی چې د معلولیت څخه کړیږي شامل دي او ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د هغوی بشري اړتیاوې نورې هم زیاتې نشي د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې د اساسي ډلو په توګه پاتې شوي دي.
اوچا ویلي چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیوب سره مخ دي او ۱۴.۳ میلیونه ډیرو محدودو روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی لري. د اوچا د معلوماتو پراساس ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان قوي مغذي خوړو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په افغاسنتان باندې د اقلیم د اغیزو په اړه د اټکل له مخې ویلي چې د راروان کال په سر کې به په دغه هیواد کې د اورښت کچه ټیټه پاتې شي او د حرارت درجه به د تیرو کلنو په څیر حالت کې پاتې شي.
اوچا ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونو اړمنو افغانانو له ډلې ملګرو ملتونو د ۱۶.۸ میلیونو کسانو لپاره د بشري مرستو د رسولو پروګرام ترتیب کړی، چې له مخې ۲.۴۸ یې میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د بشري پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه، چې نړیوالې ټولنې ددغې بودیجې یوازې شاوخوا یو میلیارد ډالره برابر کړي دي.
د بشري مرستو لپاره د بودیجې د کمیدو وروسته ملګري ملتونه دې ته اړشوي چې افغانانو سره د بشري مرستو د برابرولو پروګرامونه یا بند او یا هم محدود کړي.
فورم \ دبحث خونه