د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د تلفاتو ۸۸٪ یې ماشومان دي


ملګري ملتونه وايي چې د روان کال په لومړیو پنځه میاشتو کې نږدې ۵۰ فیصده تلفات ماشومانو ته د لوبو پرمهال او ۱۵ فیصده تلفات د اوسپنو د کباړ د ټولولو پرمهال ور ته رسیدلي.
ملګري ملتونه وايي چې د روان کال په لومړیو پنځه میاشتو کې نږدې ۵۰ فیصده تلفات ماشومانو ته د لوبو پرمهال او ۱۵ فیصده تلفات د اوسپنو د کباړ د ټولولو پرمهال ور ته رسیدلي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جون ترمیاشتې یې په افغانستان کې د۲۹۲ ملکي وګړو تلفات ثبت کړې چې ۸۸ فیصده یې ماشومان وو.

اوچا د یکشنبې د ورځې ناوخته جولاۍ ۲۱( چنګاښ ۳۱) په یوراپور کې ویلي چې د افغانستان په ۲۶۲ ولسوالیو کې ۱.۲ میلیون مترمربع ځمکه چې روزنیزو مرکزونو او د اوبو زیرمنو ته نږدې سمیې هم په کې شاملې دي په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده.

ملګرو ملتونو ویلي:" د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جون ترمیاشتې په افغانستان کې ۲۹۲ ملکي وګړو ته تلفات رسیدلي دي. ۸۸ فیصده تلفات د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ماشومانو ته رسیدلي دي، چې د هرو لسو تلفاتو نهه یې ماشومانو ته رسیدلي دي. نږدې ۵۰ فیصده تلفات ماشومانو ته د لوبو پرمهال رسیدلي، ۱۵ فیصده تلفات د اوسپنو د کباړ د ټولولو پرمهال ماشومانو ته رسیدلي دي".

اوچا په دې راپور کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلنو د ارزونو له مخې ماینونه او ناچاودې توکي په افغانستان کې ملکي وګړو ته د تلفاتو د رسیدلو په برخه کې د دوېیم ترټولو ستر خطر په توګه ګڼلی دی.

ددغې ارزونې له مخې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ د میاشتې او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر میاشتې په افغانستان کې ملکي وګړو ته یو زر او ۴۰۱ تلفات رسیدلي چې ۸۶ فیصده یې ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د ناچاودو توکو شتون خلکو ته د فزیکي زیان د رسولو ترڅنګ د هغوی روحي سلامتیا ګواښوي او د کرکیلي لپاره د ځمکې کارول چې ورته ډیره زیاته اړتیا ده د پرمختګ مانع ګرځي.

دغې ادارې ویلي چې د ماینونو او ناچادو توکو شتون د بزګرانو ژوند چې د کرهڼې په سکټور متکي دي، د شپنو او ستنیدونکو کډوالو ژوند ته ګواښونه راولاړوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دې راپور کې ویلي:"افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې شامل دی چې ځمکني ماینونه او د جګړو څخه پاتې نا چاودې توکي د بهبود او ثبات په لور ددغه هیواد د سفر مخه نیسي. نږدې څلور میلیونه کسان د ۱.۲ میلیونو مترمربع په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړې ځمکې له امله په پرله پسې ډول زیانمن کیږي".

ملګري ملتونه وايي چې د ۱۹۸۹ کال راهیسې ۴۵ زره افغانان چې هره میاشت کې شمیر ۱۱۰ تنو ته رسیږي د ځمکنیو ماینونو او د جګړو څخه د پاتې ناچادو توکو د چاودونو ښکار شوي دي.

د بودیجې کمښت

ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر په دغه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د بودیجې د کمښت سره مخ دی چې له امله یې هغه کسان چې د ماین پاکۍ په برخه کې خدمتونو ته اړتیا لري هم زیانمن شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۴.۴ میلیونو کسانو د ماینونو عملیاتو په برخه کې خدمتونو ته اړتیا لرله، چې یوازې ۱۴ فیصدو ته یې خدمتونه برابر شوي وو.

په دې راپور کې ویل شوي:" په ۲۰۲۳ کال کې ۸۹ فیصده قربانیان ماشومان وو. په ۲۰۲۴ کال کې د بودیجې کمبود د ماین پاکونې او د ماینونو قربانیانو ته د مرستې برابرولو پروګرام د ګواښ سره مخ کړی دی، چې د ۳.۴ میلیونو کسانو ژوند یې د خطر سره مخ کړی دی".

اوچا ویلي چې د بودیجې د کمښت اغیزې تر ډیره د ماین پاکولو، د زده کړو خطر او د ماینونو او ناچاودو توکو د پیښو څخه ژوندي پاتې شوي کسانو ته د مرستو د برابرولو په پروګرامونو باندې دي.

په دې راپور کې ویل شوي:" ځینې پروژې دریدلي، په داسې حال کې چې نورې یوازې د ۲۰۲۴ کال د اګست تر میاشتې بودیجه لري".

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې هم د بودیجې د برابرولو تمایل د تیرکال په څیر دوام لري او یوازې د ۱۳ فیصده اړتیا وړ بودیجې د برابرولو ژمنه شوې ده.

افغانستان کې د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې له دغه هیواد څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو سره هممهاله د ملګرو ملتونو له خوا د ماین پاکونې پروګرام پیل شو، چې لا هم دوام لري.

په افغانستان کې په تیرو نږدې څلورو لیسزو جګړو کې د ښکیلو غاړو له خوا د ځمکني ماینونو د کارولو اود اوږدو جګړو څخه پاتې ناچاودو توکو د چاودنو له امله اوس هم هره میاشت لسګونه افغانان مړه او یا ټپیان کیږي.

د سولې ساتنې عملیاتو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پییر لکورای په افغانستان کې خلکو ته د ماینونو او ناچاودو توکو څخه پیښ ګواښ ته په کتنې ویلي چې په دغه هیواد کې هره ورځ دوه کسان د ماین او ناچاودو توکو په چاودنو کې یا خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیان کیږي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د روان ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې افغانستان ته د سفر وروسته د مې ۱۷(ثور۲۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د دغسې پیښو د هرو لسو تلفاتو اته یې ماشومان دي.

په افغانستان کې اوس مهال د ماین پاکولو په برخه کې پنځه داخلي او دوه بهرنۍ ادارې فعالیت کوي. د عامو افغانانو ترڅنګ د ماین پاکونې د موسسو کارکوونکي هم د ماین د ګواښ سره مخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG