د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر نن دوشنبه مارچ درېیمه (کب ۱۳) په یو بیان کې مسلمانانو ته د روژې په مناسبت د نیکو هیلو او درناوي مراتب وړاندې کړل.
د سپینې مانۍ په اعلامیې کې د ولسمشر ټرمپ له خولې ویل شوي دي چې رمضان «د روژې، عبادت او اجتماع لپاره یو سپیڅلی وخت دی» او هغه «د رمضان د سپېڅلې میاشتې له کبله خپل تاوده احترامات» وړاندې کوي.
په بیان کې همدغه راز ویل شوي دي: «څنګه چې میلیونونه امریکایي مسلمانان د رمضان میاشت پیلوي، زما اداره (حکومت) بیا دا ژمنه کوي چې د مذهب ازادي به ساتي، ځکه چې دا د امریکا د ژوند د بڼې یوه نه بېلېدونکې برخه ده.»
ولسمشر ټرمپ د روژې په مناسبت مسلمانانو ته په خپل بیان کې همدغه راز ویلي دي: «په دې رمضان کې زه د خوشحالۍ په دې موسم (میاشت) کې خپلې نیکې هیلې وړاندې کوم، چې د خدای بې پایه رحمت او بې بایه مینه منعکس کوي. خدای دې په دې ښه موسم کې په تاسو او ستاسو په کورنیو رحم وکړي.»
د شنبې په ورځ په متحدو ایالتونو او د نړۍ په نورو برخوکې مسلمانان د رمضان میاشت پیل کړه. د شمېرو له مخې امریکا شاوخوا ۳۳۰ میلیون نفوس لري چې څه باندې څلور میلیون یې مسلمانان دي.
فورم \ دبحث خونه