د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه شنبه مارچ څلورمه (کب ۱۴) ماښام د خپل جمهوري ریاست په دویم دور کې په لومړي ځل د دغه هېواد کانګرس ته وینا کوي.
دا وینا به ولسمشر ټرمپ ته دا زمینه برابره کړي، چې د خپل سیاست، اقتصاد، د کډوالو په اړه د خپل حکومت د دریځ او لاس ته راوړنو په اړه معلومات ورکړي.
ولسمشر ټرمپ به همدغه راز په فدرالي ادارو کې د کاري ځواک د کمولو او د اوکراین په اړه د واشنګټن په تګلارې هم رڼا واچوي او د غزې د اوربند په اړه به هم خبرې وکړي.
ویل کېږي چې د ولسمشر ټرمپ لپاره تر ټولو مهم کار دا دی چې د متحدو ایالتونو د استازو په خونې او سنا کې جمهوري غوښتونکي متحد کړي، چې کلنۍ بودیجه یې تصویب شي. د بودیجې د تصویب وروستۍ نېټه د مارچ ۱۴مه ده.
جمهوري غوښتونکي، چې په دواړو خونو کې اکثریت دي، د بودیجې د ځینو برخو په اړه د نظر اختلاف لري، د کمو عاید لرونکو کسانو لپاره د روغتیايي بیمې (میډيکېډ) په ګډون د ټولنیزو خدمتونو پروګرامونه بند کړي که نه، چې د متحدو ایالتونو پورونه ادا او د مالیاتو د کمولو تمدید، چې په ۲۰۱۷ کال کې تصویب شوی، پېسې برابرې شي.
ولسمشر ټرمپ د خپل داخلي سیاست د پرمخ بیولو لپاره د «لویې او ښکلې» بودیجې د تصویب هیله کړې ده.
د استازو خونې مشر مایک جانسن تېره اونۍ خبریالانو ته په دې اړه وویل: «سخت کار مو په مخکې دی، خو موږ به «امریکا لومړی» تګلاره عملي کړو.»
ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به همدغه راز کانګرس ته په خپلې وینا کې امریکا ته د نورو هېوادونو په وارداتو باندې د تعرفې د لوړولو په اړه هم خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ وویل چې د کاناډا او مکسیکو په وارداتو باندې به ۲۵ سلنه مالیه لوړوي. هغه وویل: «د دغو تعرفو تطبیق به د شنبې له ورځې پيل شي.»
ولسمشر ټرمپ همدغه راز د چین په توکو باندې هم لس سلنه تعرفه لوړه کړې ده او ټېنګار یې وکړ چې دا تعرفه به د سه شنبې په ورځ ۲۰ فیصده شي.
په همدې حال کې د چین د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی چې د امریکا په ورداتو باندې به تر ۱۵ فیصده پورې تعرفې لوړې کړي. د کاناډا صدراعظم جستن ټروډو هم اعلان کړی دی، چې د امریکا په وارداتو باندې یې ۲۵ فیصده تعرفه لګوي.
فورم \ دبحث خونه