د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د شنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۵) وویل چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې دوهم کس د عراق په انبار ولایت کې د دقیق هوایي برید په پایله کې وژل شوی دی.
د کرملین ویاند دیمیترې پیسکوف جمعه مارچ ۱۴ ( کب ۲۴) وویل چې د اوکراین او روسیې تر منځ په جګړې کې د اوربند په هکله د "محتاطې خوشبینۍ" لپاره دلایل شته دي.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله حماس ته په خطاب کې خبرداری ورکړ چې که دا ډله سمدستي ټول یرغمل خوشې نه کړي، له جدي پایلو سره به مخامخ شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) خبرداری ورکړ هغه خلک چې په غیرقانوني توګه دې هیواد ته ننوځي، د نیولو او شړلو په ګډون به له سزاګانو سره مخامخ شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۴) د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د مذاکراتو د پای ته رسیدلو او د سولې د هوکړې هرکلی وکړ.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب۲۳) وویل چې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین د احتمالي اوربند په اړه «ډېرې هیله بخښونکې څرګندونې کړې» خو په خبره یې «بشپړې نه» دي.
د اوو مخکښو صنعتي هېوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې په کاناډا کې جوړه شوې، د روسیې او اوکراین جګړه د خبرو د اجنډا په سر کې ده.
د متحدو ایالتونو دفاعي چارواکي وایي چې د ګوانتنامو پوځي مرکز د کډوالو له برخې څخه یې پاتې ۴۰ کډوال هم د لویزیانا ایالت ته انتقال کړل او له امریکا څخه تر وتلو پورې به دوی دلته ساتل کېږي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب۲۲) هیله څرګنده کړه امریکایي مذاکره کوونکي، چې مسکو ته ځي، د اوکراین د جګړې ختمېدو لپاره د روسیې هوکړه ترلاسه کړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲ (کب۲۲) اعلان وکړ چې د «فاکس ټراټ» په شبکې او د هغې په فراري مشر روا مجید باندې بندیزونه ولګول.
د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیران د کاناډا په کیوبیک کې د څو ورځو خبرو اترو لپاره راټولیږي او د روسیې د درې کلن یرغل په وړاندې د اوکراین د ملاتړ په اړه غونډې هم پکې شاملې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سه شنبه مارچ ۱۱ ( کب ۲۱) د هغې موافقې هرکلی کړی چې له مخې به یې په سوریه کې د کردانو نیمه خپلواکې سیمې د سوریې د ملي حکومت سره یو ځای شي.
نور پورته کول