ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ مارچ لسمه (کب۲۰) د سعودي عربستان د جدي ښار ته ورسېږي، ولسمشر ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په ختمولو ټېنګار کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن دوشنبه مارچ لسمه (کب۲۰) وویل چې د امریکا د نړیوالو پراختیایي چارو د ادارې (یوسایډ) ۸۳ سلنه پروګرامونه یې لغوه کړي دي.
د برمته شویو کسانو په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، ایډم بویهلر چې د حماس ډلې سره یې په بې سارې توګه مخامخ خبرې کړي، ډاډ څرګند کړی چې په غزې کې د اسرائیلي برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره موافقه ښایي په څو اوونیو کې وشي.
په بغداد کې د متحده ایالاتونو د سفارت ویاند د یکشنبې په ورځ، مارچ نهم (کب ۱۹) وویل واشنګټن د بندیزونو د معافیت له تمدیدولو څخه ډډه کړې چې له مخې یې عراق ته له ایران څخه د برېښنا د پېرېدلو اجازه ورکول کېده.
د ایران روحاني مشر ایات الله علي خامنه یي شنبه مارچ اتمه ( کب ۱۸) د دې هیواد اتومي پروګرام په هکله د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خبرو بلنه رد کړله ځکه د هغه په قول د خبرو هدف په ایران باندې د نورو بندیزونو لګول او د توغندیو پروګرام محدود کول دي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جمعه مارچ اوومه ( کب ۱۷) وویل چې د ایران ستر روحاني مشر ایات الله علي خامنه اي څخه یې په یو لیک کې غوښتي چې د اټومي پروګرام په هکله تازه خبرو ته حاضر شي.
د متحده ایالاتو د جنوبي کاریلونا په ایالت کې جمعه مارچ اوومه ( کب ۱۷) یو تن چې د قتل په تور محکوم شوی و، په ډزو اعدام شو.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا د ویزو د ټولو غوښتونکو په اړه، د ویزو تر اخیستلو مخکې او وروسته، هره اړخیزه پلټنه کېږي چې هویت یې تائید شي او متحدو ایالتونو ته هر ډول ممکنه ګواښ په ګوته شي.
د منځني ختیځ لپاره د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکوف د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږ (کب۱۶) وویل چې د اوربند په اړه د خبرو او د اوکراین له استازو سره د ملاقات لپاره سعودي عربستان ته ځي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب۱۶) د یرغمل شویو او ناحقه نیول شویو لپاره د بیرغ پورته کولو مراسم ترسره کړل او په بهر کې د امریکا د نیول شویو اتباعو او دایمي اقامه لرونکو د خوشې کولو لپاره یې د امریکا د حکومت په ژمنې بیا ټېنګار وکړ.
نور پورته کول