د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیران د کاناډا په کیوبیک کې د څو ورځو خبرو اترو لپاره راټولیږي او د روسیې د درې کلن یرغل په وړاندې د اوکراین د ملاتړ په اړه غونډې هم پکې شاملې دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سه شنبه مارچ ۱۱ ( کب ۲۱) د هغې موافقې هرکلی کړی چې له مخې به یې په سوریه کې د کردانو نیمه خپلواکې سیمې د سوریې د ملي حکومت سره یو ځای شي.
د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت ویلي چې په سمدستي توګه د اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول او د دې هیواد سره امنیتي مرستې بیرته پيلوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکايي پوهنتونونو کې د فلسطین پلوه لاریون کونکو په وړاندې د نویو اقداماتو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې د لاریونونو د تنظیموونکي محمود خلیل نیول کیدل ددې لړۍ پیل دی.
د متحده ایالاتو او اوکراین چارواکو نن د سعودي عربستان په جده کې مذاکرات پیل کړل او ټاکل شوې چې په دې خبرو کې د اوکراین لوری د روسیې سره د اوربند یو پلان وړاندې کړي.
ټاکل شوې چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ مارچ لسمه (کب۲۰) د سعودي عربستان د جدي ښار ته ورسېږي، ولسمشر ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په ختمولو ټېنګار کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن دوشنبه مارچ لسمه (کب۲۰) وویل چې د امریکا د نړیوالو پراختیایي چارو د ادارې (یوسایډ) ۸۳ سلنه پروګرامونه یې لغوه کړي دي.
د برمته شویو کسانو په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، ایډم بویهلر چې د حماس ډلې سره یې په بې سارې توګه مخامخ خبرې کړي، ډاډ څرګند کړی چې په غزې کې د اسرائیلي برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره موافقه ښایي په څو اوونیو کې وشي.
په بغداد کې د متحده ایالاتونو د سفارت ویاند د یکشنبې په ورځ، مارچ نهم (کب ۱۹) وویل واشنګټن د بندیزونو د معافیت له تمدیدولو څخه ډډه کړې چې له مخې یې عراق ته له ایران څخه د برېښنا د پېرېدلو اجازه ورکول کېده.
د ایران روحاني مشر ایات الله علي خامنه یي شنبه مارچ اتمه ( کب ۱۸) د دې هیواد اتومي پروګرام په هکله د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خبرو بلنه رد کړله ځکه د هغه په قول د خبرو هدف په ایران باندې د نورو بندیزونو لګول او د توغندیو پروګرام محدود کول دي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جمعه مارچ اوومه ( کب ۱۷) وویل چې د ایران ستر روحاني مشر ایات الله علي خامنه اي څخه یې په یو لیک کې غوښتي چې د اټومي پروګرام په هکله تازه خبرو ته حاضر شي.
نور پورته کول