د محافظه کار سیاسي عمل کنفرانس (سيپک) په دوهمه ورځ فبرورۍ ۲۲ (کب ۳) سیاستوال، د رسنیو شخصیتونه او محافظه کاره فعالان د واشنګټن ډي سي څخه بهر راټول شوي وو چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو شمیر سیاسي متحدینو هم پکې ګډون درلود.
د متحده ایالاتو پوځ د شنبې په ورځ، فبروري ۲۲ (کب څلورم) وویل د القاعده شبکې د سوریې څانګې حراس الدین ډلې یو لوړ پوړی غړی یې د دې هیواد په شمال لویدیځ کې په یو هوایي برید کې وژلی دی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ترمپ جمعه فبروري ۲۱ ( کب درییمه) د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، جنرال چارلز کیو بروان له دندې لیرې کړ.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جمعه فبروري ۲۱ ( کب درییمه) ویلي چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي باید جوړ راشي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دویم) وویل چې د متحدو ایالتونو او اوکراین ترمنځ قوي روابط د ټولې نړۍ په ګټه دي.
د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دویمه) د دغه هېواد د قانون د تطبیق د تر ټولو لویې ادارې فدرال تحقیقاتي بیرو (اف بي ای) مشرۍ ته د ولسمشر ټرمپ نوماند کیش پټیل تائید کړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پنجشنبې په ورځ، فبروري۲۰ (کب دویمه) د نړیوالو ترهګرو سازمانونو په لیست کې د اتو نړیوالو جنایتکاره ډلو د شاملولو خبر ورکړ.
د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مایکل والتز، ویلي چې د اوکراین لخوا په واشنګټن نیوکې د "منلو وړ "نه دي او له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي څخه یې غوښتي چې خپله ژبه نرمه کړي او له امریکا سره د منرالونو تړون لاسلیک کړي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د بشردوستانه ویزو د ځانګړو پروګرامونو له لارې امریکا ته د مهاجرت لپاره ځینې غوښتنې ځنډولي دي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بریتانیا، ارجنټاین، پولنډ او ایټالیا سیاستوال او مشران د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۲۰ (کب دوهمه) په واشنګټن کې پیلېدونکي د محافظه کارانو په درې ورځني کنفرانس کې وینا کوي.
د اوکراین او روسیې دپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي اوکراین ته د سفر په مهال وویل چې واشنګټن کیف ته د امنیتي ضمانتونو ورکولو اړتیا درک کوي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه فبروري ۱۸ ( سلواغې ۳۰ ) ویلي چې د روانې فبروري میاشتې تر پایه "ښایي" د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري.
نور پورته کول