د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بریتانیا، ارجنټاین، پولنډ او ایټالیا سیاستوال او مشران د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۲۰ (کب دوهمه) په واشنګټن کې پیلېدونکي د محافظه کارانو په درې ورځني کنفرانس کې وینا کوي.
د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي وینس "د محافظه کار سیاسي عمل" په نوم ددغه کلني کنفرانس کوربه دی. په کنفرانس کې د ډیجیټلي اسعارو او منځني ختیځ د سولې په اړه بحثونه شامل دي. د کنفرانس په یوه برخه کې په غزه کې د یرغمل شویو کسانو خپلوان هم برخه لري.
د محافظه کار سیاسي عمل کنفرانس (سيپک) له ټرمپ سره مرسته وکړه چې په محافظه کاره سیاست کې د یو مطرح شخص په توګه راڅرګند شي. ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړنۍ دوره کې هر کال دغه کلني کنفرانس ته وینا کړې ده.
هغه د تیر کال په سیپک کې د وینا پر مهال خبرداری ورکړ چې د ۲۰۲۴ د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې دده بریا به "په هغو دروغجنانو، فریبکارانو، سانسور کوونکو او جعلکارانو قیامت راولي چې زموږ د حکومت واک ورسره دی."
د سیپک د پنجشنبې په اجنډا کې د متحده ایالاتو د استازو د جرګې رئیس مایک جانسن سربیره د بریتانیا د پخوانۍ صدراعظمې لیز ټرس او په هنګري کې د صدراعظم ویکتور اوربان د حکومت د سیاسي چارو د مشر بالاز اوربان ویناوې شاملې دي.
د هسپانیا د ښي اړخي سیاسي ګوند "واکس" مشر سانتیاګو اباسکل، د بریتانیا د پارلمان غړی نایجل فراز او د پولنډ پخوانی صدراعظم ماتیس موراویکي هم د پنجشنبې په ورځ دغه کنفرانس ته وینا کوي.
د سیپک په نورو ویناوالو کې د سلواکیا صدراعظم رابرټ فیکو، د ارجنټاین ولسمشر هاویر میلي او د ایټالیا صدراعظمه جورجیا میلوني شامل دي.
ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس اژانس څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه