د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند او له جګړې وروسته د غزې د برخلیک په اړه د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.
د متحده ایالاتو پوځ یکشنبه فبروري ۱۶ ( سلواغې ۲۹) ویلي چې په سوریه کې په دقیقې هوایي حملې کې د القاعده شبکې پورې تړلی یو چارواکی وژلی دی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یکشنبه فبروري ۱۶ ( سلواغې ۲۸) ویلي چې ډیر ژر به د اوکراین جګړې پای ته رسولو په هکله د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري.
امریکا د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسرائیل د بریدونو ټول هدفونه په بشپړه توګه تایید کړي او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سیمې ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د حماس ډله "باید له منځه لاړه شي" او "د پوځي یا حکومتي ځواک په توګه نور دوام نشي کولی."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۶ (سلواغې ۲۸) د اسرائيل د ولسمشر بنیامین نتنیاهو په ګډون له اسرائيلي چارواکو سره په لیدنه کې د سیمې په وړاندې د ایران پر ګواښ ټېنګار وکړ
د متحده ایالاتو یو لوړ پوړي حکومتي چارواکي شنبه فبروري ۱۵ ( سلواغې ۲۷) ویلي چې ټاکل شوې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت یو لوړ پوړی پلاوی په سعودي عربستان کې د اوکراین او روسیې د استازو سره خبرې اترې وکړي.
د متحده ایالاتو څخه جمعه فبروري ۱۴ ( سلواغې ۲۶) د لومړي ځل لپاره یوه نظامي الوتکه چې ۱۱۹ کډوال پکې سپاره و، پاناما ته ورسیده.
د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال، جې ډي ونس جمعه فبروري ۱۴ ( سلواغې ۲۶) اروپایي متحدینو ته خبرداری ورکړ چې امریکا او اروپایي هیوادونه د بل هر ګواښ په پرتله د "کډوالۍ جدي ګواښ" سره مخ دي.
سعودي عربستان وايي چې په اوکراین کې د سولې په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د غونډې کوربتوب ته تیار دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام فبروري ۱۳ (سلواغه۲۵) په سپینې ماڼۍ کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ښه راغلاست ووایه او هغه یې خپل «عالي ملګری» وباله.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره په سپینه ماڼۍ کې ګوري او شنونکي وايي چې سوداګري، مهاجرت او ستراتیژیکې اړیکې به یې د خبرو مهم ټکي وي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبروي ۱۲ (سلواغه۲۴) وویل چې تمه لري په سعودي عربستان کې به د روسیې له ولسمشر پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه خبرې وکړي.
نور پورته کول