د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره په سپینه ماڼۍ کې ګوري او شنونکي وايي چې سوداګري، مهاجرت او ستراتیژیکې اړیکې به یې د خبرو مهم ټکي وي.
په نوي ډهلي کې چارواکي ډاډمن دي چې واشنګټن ته د مودي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو همکاریو نوی باب پرانیزي. خو شنونکي وايي چې دواړه مشران به د سوداګرۍ او مهاجرت په اړه په جنجالي مسایلو هم بحث کوي چې د ټرمپ لپاره لومړیتوب لري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرم مصري د ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې یوازې څو ورځې وروسته د مودي سره د هغه کتنې ته په اشارې، وویل چې د هند او امریکا اړیکې پیاوړې دي او دا چې "دا زموږ په ترټولو پیاوړیو نړیوالو همکاریو کې راځي."
سوداګري د دواړو هیوادونو لپاره مهمه ده او هند داسې ګامونه پورته کړي چې وښيي چې د ټرمپ اندیښنو ته د رسیدو لپاره چمتو دی. ټرمپ هند د هغو هیوادونو په کتار کې ګڼلی چې د نوموړي په خبره "له تعرفو سرغړونه کوي." تیره میاشت له مودي سره په ټیلیفوني خبرو کې ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ د عادلانه دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو ټینګولو غوښتنه وکړه.
د سپینې ماڼۍ د ملي اقتصادي شورا مشر کیون هاسټ د دوشنبې په ورځ له سي این بي سي تلویزیون سره په مرکه کې همدا اندېښنه تکرار کړه او ویې وویل، چې "هند خورا لوړې" تعرفې لري چې د وارداتو مخه نیسي.
نوي ډهلی چې له امریکا سره د سوداګرۍ په برخه کې ترینګلتیا ته غواړي، د روانې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې هند ته د هغو موټرسایکلونو او موټرو پر وارداتو باندې مالیه کموي چې ګټه یې امریکا ته رسیږي.
شنونکي وايي، هند نورې داسې اسانتیاوې هم برابرې کړي چې هندي مارکیټ ته د امریکا د انرژۍ او نورو صادراتو لپاره لاره هواروي.
د هند- ارام سمندر مطالعاتو د کلنګا مرکز مشر چنتاماني مهاپترا وویل: "نوي ډهلي فکر کاوه چې دا به لومړی ګام واخلي او هڅه وکړي چې د سوداګرۍ په اړه اختلافات حل کړي. خو د یو لوی مذاکره کونکي او معامله کونکي په توګه، هغه [ټرمپ] به د نورې غوښتنې وکړي. هند هم ښه سودا کوي. نو، موږ به هم یو څه د داسې جوړجاړي هڅه وکړو چې د دواړو خواوو په ګټه وي. "
د هند لپاره دا خورا مهمه بلل کیږي ځکه چې متحده ایالات یې ستر سوداګریز همکار دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري ۱۱۸ میلیارد ډالر ته رسیږي خو په ۲۰۲۳ کې د هند صادرات تر امریکا ۳۲ میلیارد ډالر زیات دي.
هند تر دې دمه د ټرمپ لخوا د اعلان شویو ګمرکي تعرفو له امله اغیزمن شوی نه دی. امریکا ته د فولادو او المونیم په وارداتو باندې لګول شوې دا ۲۵ سلنه تعرفې به پر هند باندې ځکه د پام وړ اغیز ونلري چې، د هندي مقاماتو په وینا، نوی ډهلي متحده ایالاتو ته ډیر لږ مقدار فولاد صادروي
هندي چارواکي وايي، په واشنګټن کې له امریکايي مقاماتو سره په کتنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې کیږي. د شنونکو په وینا، په دې کې ممکن د وسلو د سیسټمونو او ټیکنالوژۍ پیر او پلور شامل وي. له مودي سره په وروستیو ټیلیفوني خبرو کې ټرمپ پر مودي غږ وکړ چې د امریکا د امنیتي تجهیزاتو پیرودل زیات کړي.
هند، چې د نړۍ په کچه پر خپلو پوځي تجهیزاتو تر ټولو زیاتې پیسې لګوي، د خپل پوځ د عصري کولو لپاره د وسلو یو لړ سیستمونو ته اړتیا لري او هڅه کوي چې په دې برخه کې یوازې په روسیې تکیه ونکړي، خپل د وسلو پیرودل متنوع کړي او د فرانسې، اسرائیل او متحده ایالاتو په څیر هیوادونو څخه ډیرې وسلې واخلي.
په نوي ډهلي کې د امنیتي چارو شنونکی راهول بډي وویل: " متحده ایالات په دې اړه ډیره اندېښنه نلري چې په هند [د وسلو] پلورل له لاسه ورکوي، نو په هند یې فشار زیات کړی چې تر هغه زیات دفاعي تجهیرات ورباندې وپلوري چې په تیرو څو کلونو کې هند پېرلي. احتمال شته چې په دې کې ټرانسپورټي او د سمندري ځواکونو لپاره د څارنې الوتکې او حتی جنګي الوتکې او همدارنګه د الوتکو انجنونه، د پیاده جنګي وسایطو لپاره ټیکنالوژۍ نوښتونه شامل وي."
د هند او امریکا ترمنځ مهاجرت یوه بله مهمه مسئله ګڼل کیږي. که څه هم هند د متحده ایالاتو سره همکاري کړې او ویلي یې دي چې امریکا ته تللي بې اسنادو هندي مهاجرین بیرته مني. په امریکايي پوځي الوتکه کې تېره اونۍ د ۱۰۴ هندي کډوالو د ستنولو د راپورونو خپرېدلو په هند کې د حکومت مخالفو ډلو اعتراضونه پارولي دي. راپورونو وویل چې د ۴۰ ساعتونو لپاره ددغو کډوالو لاسونه تړل شوي وو.
هندي چارواکو وویل نوی ډهلی به وغواړي چې په راتلونکي وخت کې له د ستنولو پر وخت له هندي کډوالو سره ښه چلند وشي.
د هند یوه مهمه غوښتنه دا ګڼل کیږي چې امریکا ته د مسلکي هندي کارګرو د تګ او همدارنګه په امریکایی پوهنتونونو کې د هندي محصلینو د شمولیت لپاره اسانتیا رامنځته شي. هنديان د ایچ۱ بي ویزو ترټولو زیات ګټه اخیستونکي دي. د ویزو دغه کټګوري په متحده ایالاتو کې مستخدمینو ته ددې زمینه برابروي چې د ټکنالوژۍ او نورو ځانګړو برخو کې د کار لپاره بهرني مسلکي کسان وګماري.
د هند د بهرنیو چارو وزیرسوبرامانیم جیشنکر له امریکا څخه د هندي کډوالو د ایستل کېدو په اړه پارلمان ته په وینا کې وویل: "د خلکو تر منځ اړیکې د متحده ایالاتو سره زموږ د پراخېدونکو اړیکو بنسټ جوړوي."
شنونکي وايي په سیمه کې د چین د پراخېدونکي نفوذ په اړه د هند او امریکا مشترکې اندېښنې هم ددغو دواړو هېوادونو د نږدې کېدو لامل شوي دي. هند د متحده ایالاتو، استرالیا او جاپان سره د "کواډ" په نوم د هند-پسیفیک سیمې په څلور اړخیز امنیتي ګروپ کې هم شامل دی. شنونکي وايي نوي ډهلی او واشنګټن د سیمې په اړه په زیاتو ستراتیژیکو مسایلو کې ګډ نظر لري.
مهاپترا وویل: "ولسمشر ټرمپ پخپله لومړنۍ دوره کې کواډ وخوځاوه چې د شاوخوا لسو کلونو راهیسې په غیرفعال حالت کې و، او بیرته یې راژوندی کړ. په دې سیمه کې دواړه هیوادونه ډیر مشترکات لري او دا د هند - ارام سمندر سیمې د سولې او ثبات سره ډیره مرسته کوي."
فورم \ دبحث خونه