د متحده ایالاتو څخه جمعه فبروري ۱۴ ( سلواغې ۲۶) د لومړي ځل لپاره یوه نظامي الوتکه چې ۱۱۹ کډوال پکې سپاره و، پاناما ته ورسیده.
د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال، جې ډي ونس جمعه فبروري ۱۴ ( سلواغې ۲۶) اروپایي متحدینو ته خبرداری ورکړ چې امریکا او اروپایي هیوادونه د بل هر ګواښ په پرتله د "کډوالۍ جدي ګواښ" سره مخ دي.
سعودي عربستان وايي چې په اوکراین کې د سولې په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د غونډې کوربتوب ته تیار دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ماښام فبروري ۱۳ (سلواغه۲۵) په سپینې ماڼۍ کې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ښه راغلاست ووایه او هغه یې خپل «عالي ملګری» وباله.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره په سپینه ماڼۍ کې ګوري او شنونکي وايي چې سوداګري، مهاجرت او ستراتیژیکې اړیکې به یې د خبرو مهم ټکي وي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبروي ۱۲ (سلواغه۲۴) وویل چې تمه لري په سعودي عربستان کې به د روسیې له ولسمشر پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه خبرې وکړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۴) وویل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په تلیفوني خبرو کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغه هیواد له مشر سره د مذاکراتو په "سمدستي" پیل کولو موافقه وشوه.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې هغه امریکایي ته ښه راغلاست ووایه چې په روسیه کې له بند څخه خوشې شوی دی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه فبروري ۱۱ ( سلواغې ۲۳) په سپینې ماڼۍ کې د اردن د باچا عبدالله سره په ملاقات کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د امریکا سره د غزې تر لاسه کولو کي د مرستي په خاطر ، اردن باید فلسطینیانو ته د تل لپاره ځای ورکړي.
د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي وینس اروپایي مشرانو ته ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا دپاره د دوی "ډیر زیات" مقررات ددغه صنعت پرمختګ ته خنډ جوړوي. وینس د محتوا محدودول "استبدادي سانسور" بللی دی.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هګسټ په خپل لومړني رسمي سفر اروپا ته تللی او د اوکراین په اړه د ناټو په غونډه کې ګډون کوي.
په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د واک د ترلاسه کولو ژمنه بیا تکرار کړې، په اسرائیل او حماس باندې په غزه کې د روان کمزوري اوربند د غځولو د غوښتنې فشارونه زیات شوي دي.
نور پورته کول