د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکايي ښوونکی په روسیه کې له قید څخه د خوشې کېدو وروسته کور ته ستون شوی

امریکايي ښوونکی په روسیه کې له قید څخه د خوشې کېدو وروسته کور ته ستون شوی


په روسیه کې له بند څخه خوشې شوی امریکايي مارک فوګل (ښۍ) په سپینه ماڼۍ کې له ولسشمر ډونالډ ټرمپ سره.
په روسیه کې له بند څخه خوشې شوی امریکايي مارک فوګل (ښۍ) په سپینه ماڼۍ کې له ولسشمر ډونالډ ټرمپ سره.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ، فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۳) په سپینه ماڼۍ کې هغه امریکایي ته ښه راغلاست ووایه چې په روسیه کې له بند څخه خوشې شوی دی.

مارک فوګل د ډاکتر لخوا د توصیه شویو چرسو لرلو په تور د ۲۰۲۱ د اګست راهیسې په روسیه کې قید وو. فوګل په داسې حال کې چې د ټرمپ ترڅنګ ولاړ وو، وویل: "زه همدا اوس ځان ترټولو بختور انسان احساس کوم."

فوګل د ولسمشر سربېره د متحده ایالاتو د ډیپلوماتانو او قانون جوړوونکو ستاینه یې وکړه چې د هغه د خلاصون لپاره یې هڅه کړې. فوګل وویل، "زه د هغه څه پوروړی یم چې دوی زما لپاره کړي دي،"

ټرمپ وویل د روسیې له زندان څخه د فوګل د خوشې کېدو مننه کوي. ټرمپ ددې امریکايي ازادېدل "خورا عادلانه او معقول" وبلل خو د هغه د خوشې کېدو د موافقې د جزئیاتو له ورکولو څخه یې ډډه وکړه.

ټرمپ زیاته کړه چې د نورو کسانو د ازادېدلو اعلان به د چهارشنبې په ورځ وشي.

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د سه شنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو او روسیې د فوګل خوشې کولو لپاره "د تبادلې په اړه خبرې اترې کړې دي،" خو نور جزئیات یې ورنه کړل چې د امریکا لخوا څوک ازاد شوی دی. په دې وروستیو کلونو کې په دې ډول معاملو کې، امریکا اکثرا هغه روسي بندیان خوشې کړي چې مسکو یې غوښتنه کړې ده.

خو والټز د فوګل خوشې کېدل د جیو پولیټیکي شرایطو سره وتاړه او ویې ویل چې "دا د روسیې لخوا د ښه نیت ښودنه او یوه نښه ده چې موږ په اوکراین کې د تباه کوونکې او بې ځایه جګړې د پای ته رسولو لپاره په سم لوري روان یوو."

روسیې د ۲۰۲۲ په فبروري کې پر خپل ګاونډي اوکراین یرغل وکړ او له هغه راهیسې په جګړه کې د دواړو خواوو سلګونه زره کسان ژوبل او یا مړه شوي دي.

ټرمپ د جنوري په شلمه د دوهم ځل لپاره د ولسمشر په توګه له لوړې کولو وړاندې ژمنه کړې وه چې په اوکراین کې به د روسیې جګړه پای ته ورسوي، خو د هغه مرستیالانو په دې وروستیو کې ویلي چې هغه هیله لري چې د خپلې نوې ادارې په لومړیو سلو ورځو کې دا کار وکړي.

والټز وویل: "د ولسمشر ټرمپ د لوړې له مراسمو راهیسې، هغه په بریالیتوب سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نیول شوي امریکایان خوشې کړي، او ولسمشر ټرمپ به دې کار ته تر هغه دوام وکړي چې ټول نیول شوي امریکایان بیرته امریکا ته ستانه شي." د فوګل برسېره په وینزویلا کې هم په وروستیو ورځو کې شپږ امریکایان له قید څخه خوشې شوي دي.

فوګل د ملا درد د درملنې لپاره د ډاکتر لخوا د توصیه شویو یو مقدار چرسو سره سفر کاوه او په روسیه کې له نیول کېدو وروسته ددغه هېواد یوې محکمې د ۲۰۲۲ په جون کې هغه په ۱۴ کاله زندان محکوم کړ. د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې تېر کال وویل چې فوګل په هغو کسانو کې شامل دی چې په روسیه کې په غلطه بندیان شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG