د منځني ختیځ لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازی سټیف ویتکوف ویلي دي چې تمه کېږي د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د دویمې مرحلې په توافق کې پرمختګ وشي.
مسکو د دوو «فوق العاده» ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادیمر پوتین ترمنځ راتلونکې خبرې هیله بخښونکې بللې او په همدې حال کې یې ویلي دي چې په اوکراین کې به نیول شوې ځمکې پرېنږدي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د محافظه کارانو سیاسي عمل کلنۍ غونډۍ په وروستۍ ورځ د هغو تجهیزاتو په بیرته اخیستو ټینګار وکړ چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وروسته هلته پاتې دي او زیاته یې کړه چې کله طالبان په نظامي رسم ګذشتونو کې ویني چې په امریکایي موټرو کې ګرځي، دی په قهر کوي.
د محافظه کار سیاسي عمل کنفرانس (سيپک) په دوهمه ورځ فبرورۍ ۲۲ (کب ۳) سیاستوال، د رسنیو شخصیتونه او محافظه کاره فعالان د واشنګټن ډي سي څخه بهر راټول شوي وو چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو شمیر سیاسي متحدینو هم پکې ګډون درلود.
د متحده ایالاتو پوځ د شنبې په ورځ، فبروري ۲۲ (کب څلورم) وویل د القاعده شبکې د سوریې څانګې حراس الدین ډلې یو لوړ پوړی غړی یې د دې هیواد په شمال لویدیځ کې په یو هوایي برید کې وژلی دی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ترمپ جمعه فبروري ۲۱ ( کب درییمه) د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، جنرال چارلز کیو بروان له دندې لیرې کړ.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جمعه فبروري ۲۱ ( کب درییمه) ویلي چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي باید جوړ راشي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دویم) وویل چې د متحدو ایالتونو او اوکراین ترمنځ قوي روابط د ټولې نړۍ په ګټه دي.
د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دویمه) د دغه هېواد د قانون د تطبیق د تر ټولو لویې ادارې فدرال تحقیقاتي بیرو (اف بي ای) مشرۍ ته د ولسمشر ټرمپ نوماند کیش پټیل تائید کړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د پنجشنبې په ورځ، فبروري۲۰ (کب دویمه) د نړیوالو ترهګرو سازمانونو په لیست کې د اتو نړیوالو جنایتکاره ډلو د شاملولو خبر ورکړ.
د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مایکل والتز، ویلي چې د اوکراین لخوا په واشنګټن نیوکې د "منلو وړ "نه دي او له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي څخه یې غوښتي چې خپله ژبه نرمه کړي او له امریکا سره د منرالونو تړون لاسلیک کړي.
د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د بشردوستانه ویزو د ځانګړو پروګرامونو له لارې امریکا ته د مهاجرت لپاره ځینې غوښتنې ځنډولي دي.
نور پورته کول