د منځني ختیځ لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازی سټیف ویتکوف ویلي دي چې تمه کېږي د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د دویمې مرحلې په توافق کې پرمختګ وشي.
په غزې کې د اوربند د شوي تړون په اساس، که دواړه خواوې د اوربند په دویمې مرحلې کې توافق ونه شي کړای، لومړۍ مرحله اوربند غځول کېږي. د اوربند شپږ اونیزه مرحله راتلونکې شنبه ختمېږي.
ویتکوف د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (کب پنځم) له سيان ان سره په خبرو کې وویل: «هیله لرو چې له دغه مناسب فرصت څخه ګټه واخلو او کارونه بشپړ کړو چې د اوربند دویمه مرحله پیل، نور یرغمل شوي خوشې او د مذاکرتو په لوري ولاړ شو.»
د اسرائیل له لوري د فلسطیني زندانیانو پرېښودل ځنډول شوي او له ویتکوف څخه په دې اړه هم پوښتنه وشوه، هغه وویل: «باید د اوربند لومړۍ مرحله وغځول شي، زه دا اونۍ ممکن د چهارشنبې په ورځ سیمې ته ولاړ شم چې په دې اړه خبرې وکړم.»
د بنیامنین نتنیاهو دفتر ویلي دي چې د ۶۲۰ فلسطیني زندانیانو پرېښودل یې ځنډولي او تر څو «پورې چې له سپک کوونکو مراسمو پرته نور یرغمل شویو پرېښودل تضمین شوي نه وي،» دا بهیر به ځنډول شوي وي.
حماس تېره ورځ دیرغمل شویو اسرائیلیانو یوه بله ډله هم سره صلیب ته وسپارله او د دغو مراسمو ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د اسرائیلي یرغمل شویو او فلسطیني زندانیانو د پرېښودلو خپاره شوي تصویرونه ځوروونکي بللي او ویلي دي چې دا تصویرونه په زندان کې د هغوی د بد وضعیت څرګندونه کوي.
د فلسطین مقامات وايي چې د پرېښودو په مهال د فلسطیني زندانیانو تړل شوي لاسونه او سترګې د اسرائیلي مقاماتو تحقیر کووونکي اقدامات دي.
د حماس جنګیالیو د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائيل بریدونه وکړل چې د مقاماتو په ویانا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او۲۵۰ تنه نور یرغمل شول.
د دغو یرغمل شویو له ډلې څخه یې لا هم ۷۰ تنه له حمسا سره دي او اسرائیلي مقامات وايي فکر کوي، نیمايي یې ژوندي نه دي.
اسرائیل د حماس د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې کې ځمکني او هوايي بریدونه پيل کړل چې د فلسطیني مقاماتو په وینا تر دې دمه په دغو عملیاتو کې څه باندې ۴۸۰۰۰ تنه وژل شوي او د غزې اکثریت برخه ړنګه شوې ده.
فورم \ دبحث خونه