مسکو د دوو «فوق العاده» ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادیمر پوتین ترمنځ راتلونکې خبرې هیله بخښونکې بللې او په همدې حال کې یې ویلي دي چې په اوکراین کې به نیول شوې ځمکې پرېنږدي.
د کرملین ویاند دیمتري پسکوف د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ (پنځم) د روسیې دولتي تلویزون ته وویل چې دا به «د دوو فوق العاده ولسمشرانو ترمنځ خبرې» وي او دا «هیله بخښوونکي» دي.
پسکوف زیاته کړه «مهمه دا ده چې هېڅ شی هم د دغو دوو دولتونو د مشرانو د سیاسي ارادې له تحقق څخه زموږ مخه نه شي نیولای.»
ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې له پوتین سره د اوکراین د جکړې د ختمولو په اړه په تیلیفون کې خبرې وکړې. مسکو د جګړې د ختمولو لپاره دا تیلیفوني مکالمه وستایله.
له دغو خبرو وروسته بیا د متحدو ایالتونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ریاض کې ولیدل او د اړیکو د بیا عادي کولو او اوکراین کې د جګړې د ختمولو په اړه یې خبرې وکړې. په دغو خبرو کې اوکراین او اروپا شامل نه وو.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د همدې میاشتې تر پای پورې به له پوتین سره ملاقات کوي. تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي د دواړو ولسمشرانو د مخامخ ملاقات لپاره چمتوالی نیسي.
د وزارت مرستیال سرګې ریابکوف تېره ورځ د روسیې دولتي رسنیو سره په خبرو کې د دغه ملاقات د دقېقې نېټې او ځای په اړه معلومات ورنه کړل.
نوموړي وویل چې د ملاقات په اړه تیاری لا په ابتدايي مرحلې کې دی او دا غونډه تر ټولو«شدید چمتوالي» ته اړتیا لري.
ریابکوف زیاته کړه چې ټاکل شوې د روسې او امریکا استازي په اینده دوو اونیو کې یو ځل بیا سره وګوري چې د ملاقات لپاره شرایط برابر کړي.
بل لوري ته د کرملین ویاند پسکوف دا رد کړل چې د اوکراین څخه د نیول شویو ځمکو د بېرته اعاده کول به د توافق یوه برخه وي.
پسکوف له اوکراین څخه په نیول شویو سیمو کې د روسیې له لوري تنظیم شویو انتخاباتو ته په اشارې وویل: «خلکو ډېر مخکې پرېکړه وکړه چې له روسیې سره یو ځای شي. هېڅوک او هېڅکله به دا ځمکې ونه پلوري. دا تر ټولو مهم دي.»
په همدې حال کې د اوکراین چارواکي وایي چې روسیې د ۲۶۷ بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې ۱۳۸ یې خنثي کړي، ۱۱۹ نور یې لادرکه شوي دي. د اوکراین مقامات د ۱۰ نورو الوتکو په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي د کیف په ګډون په یو شمېر سیمو باندې بریدونه شوي دي.
په دغه راپور کې د فرانس پرس اژانس د معلوماتو څخه استفاده شوې.
فورم \ دبحث خونه