د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا د کاناډا د مخدره توکو د قاچاقبر پر سر تر ۱۰ میلیون ډالرو انعام ټاکلی

امریکا د کاناډا د مخدره توکو د قاچاقبر پر سر تر ۱۰ میلیون ډالرو انعام ټاکلی


 امریکا د کاناډا د مخدره توکو د قاچاقبر رایان جیمز ویډینګ پر سر چې پخوا د اولمپیک د سنو پورډینګ لوغاړی و، انعام ټاکلی دی
امریکا د کاناډا د مخدره توکو د قاچاقبر رایان جیمز ویډینګ پر سر چې پخوا د اولمپیک د سنو پورډینګ لوغاړی و، انعام ټاکلی دی

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مخدره توکو او قانون پلي کولو د نړیوالو چارو د ادارې د مخدره توکو د انعامونو پروګرام (NRP) د کاناډا د مخدره توکو د قاچاق وړونکي رایان جیمز ویډینګ په اړه معلوماتو ته چې د هغه د نیولو او یا محکومیت سبب شي تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

دا انعام د کاناډا او مکسیکو حکومتونو سره په همغږۍ کې عدالت ته د ویډینګ د وړاندې کولو لپاره په ګډه هڅه کې وړاندیز شوی دی.

د متحده ایالاتو د فدرالي پلټنو ادارې (اف بي اآی) د لسو خورا مطلوبو فراریانو په لست کې د هغه د نوم اضافه کول هم اعلان کړي.

ویډینګ د اولمپیک د سنو بورډ پخوانی لوبغاړی دی چې د یوتا په سالټ لیک ښار کې د ۲۰۰۲ کال د ژمي په المپیک کې د کاناډا لپاره د سنو بورډینګ په سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د سنو بورډینګ له ورزشي ژوند وروسته، ویډینګ د مخدره توکو د قاچاق وړونکي په توګه جرمي ژوند ته مخه کړه. هغه وروستی ځل په مکسیکو کې لیدل شوی دی.

ویډینګ او یو بل کاناډایی تبعه چې په مکسیکو کې اوسیږي په یوې جنایي دوسیه کې د غیر قانوني سوداګرۍ په چلولو، وژنې، او د کوکاین د درلودلو، ویش او صادرولو په دسیسې تورن شوي وو.

د ویډینګ ملګری د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۸ مه د مکسیکو د قانون پلي کونکو لخوا ونیول شو او د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۷ متحده ایالاتو ته انتقال شو.

ولسمشر ټرمپ پدې وروستیو کې ویلي وو چې د مکسیکو څخه په ټولو اموالو او له کاناډا څخه په غیر ضروري وارداتو به ۲۵ په سلو کې ګمرکي تعرفې په بشپړه توګه وضع کړي ځکه استدلال یې کاوه چې دې دواړو ګاونډیو هیوادونو متحده ایالاتو ته د ناقانونه مخدره موادو راتګ مخنیوي لپاره په کافي اندازه اقدامات نه دي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG