د کرملین ویاند دیمیترې پیسکوف جمعه مارچ ۱۴ ( کب ۲۴) وویل چې د اوکراین او روسیې تر منځ په جګړې کې د اوربند په هکله د "محتاطې خوشبینۍ" لپاره دلایل شته دي.
ښاغلي پیسکوف دا څرګندونې په مسکو کې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي سټیف ویټکوف تر منځ د ملاقات څخه وروسته وکړلې.
د روسیې دې چارواکي د ټیلیفون د لارې خبریالانو ته همدارنګه وویل چې جمهور رئیس پوتین په اوکراین کې د اوربند لپاره د متحده ایالاتو د ۳۰ ورځني موقتي اوربند طرحې سره ملاتړ څرګند کړی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې یو شمیر پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي.
پیسکوف وویل چې ښاغلي پوتین د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ته اضافي معلومات او اشارې سپارلي دي چې باید جمهور رئیس ټرمپ ته یې ورکړي. هغه پدې هکله جزیات ورنکړل.
د کرملین ویاند دا هم وویل چې د ښاغلي پوتین او ښاغلي پیسکوف تر منځ په خبرو کې یو ځل بیا پدې موافقه شوې چې د دواړو هیوادنو جمهور رئیسان باید سره وګوري او د دې ملاقات ځای او نیټه به وروسته تر هغه په ډاګه شي چې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی واشنګټن ته ستون شي او د پوتین لخوا نوي ورکړل شوي معلومات ټرمپ ته ورکړي.
امریکایي مقاماتو ویلي دي چې متحده ایالتونه غواړي روسیه له قید او شرط پرته د جګړې په بندولو هوکړه وکړي. مسکو ویلي دي د هغه ۳۰ ورځني اوربند د وړاندیز جزیاتو ته منتظر دی چې اوکراین پرې توافق کړی دی.
واشنګټن ویلي دي که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې ختمولو تړون رد کړي، واشنګټن به "قوي" ځواب ووايي. ټرمپ په داسې صورت کې د "ویجاړوونکو" بندیزونو په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: "هیله لرم دې کار ته ضرورت پیدا نه شي."
ټرمپ وویل: "زه له مالي پلوه ځينې کارونه کولای شم چې روسیې ته به ډېر بد عواقب ولري. [خو] نه غواړم دا کارونه وکړم، ځکه چې غواړم سولې ته ورسېږم."
په عین حال کې د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د متحده ایالاتو د اوربند وړاندیز په هکله د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین څرګندونې "ډیرې کنټرلونکې" وې او وایي ګمان کوي چې ښایي دا د پوتین یوه هڅه وي چې دا وړاندیز رد کړي.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار یوري یوشاکوف ویلي، چې په اوکراین کې د اوربند لپاره د امریکا پلان یوازې د اوکراین دریځ څرګندوي او د هغه په وینا په دې پلان کار کول اړین دي او باید د روسیې دریځ په کې شامل شي.
یوشاکوف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له کتنې مخکې د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې د اوربند پلان ته په اشارې سره وویل: "اړتیا ده چې پر دې کار وشي، پرې فکر وشي او زمونږ دریځ ته پام وشي."
یوشاکوف وویل چې مسکو غواړي د موقتې موافقې پر ځای چې اوکراین ته "تازه فرصت" ورکوي، هر ډول جوړجاړی او توافق باید اوږدمهاله وي او د مسکو ګټې تامین کړي. هغه وویل، د ۳۰ ورځني اوربند طرحه "بیړه ناکه" وه او «د اوږد مهاله موافقې په ګټه نه ده.
په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولاین لیویت د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د پوتین او ټر منځ د اوس لپآره د ملاقات هیڅ مهال ویش ندی ټاکل شوی او زیاته یې کړه چې هر څه کولی شي چې بدل شي.
میرمن لیویت په ټروت سوشیل کې د جمهور رئیس ټرمپ لیکنې پر اساس وویل چې له روسیې یې د "مناسب اقدام" کولو غوښتنه کړې. ښاغلي ټرمپ همدارنګه د پنجشنبې په ورځ د ناټو سرمنشي مارک روت سره د ملاقات څخه وروسته وویل چې دا به "ډیر نا هیلي کوونکي" وي چې روسیه د اوربند دا وړاندیز رد کړي او جګړې ته دوام ورکړي.
فورم \ دبحث خونه