د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړی استازی اصف درانی د سپټمبر له لسم ( وږي ۲۰) څخه وروسته نور ددغه هیواد ځانګړی استازی نه دی اوله دندې ګوښه کړای شوی دی.
د خيبر پښتونخوا د لکي مروت، بنو او باجوړ ولسواليو پوليسو په هغو سيمو کې د ناامنۍ او پر پوليس افسرانو د بريدونو خلاف احتجاجي پرلتونه وهلي دي.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د اعلی وزیر علي امين ګنډه پور له خوا افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره د مخامخ خبرو د اعلان وروسته علي امين ګنډه پورپه پېښور کې د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان د قنوسلګرۍ د چارواکو سره کتلي دي.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډه پور ویلي چې ددغه ایالت د خلکو د استازي په توګه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره په خپل ایالت کې د پرتو ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړي.
په پاکستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسين د روان کمپاين پر مهال په وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او نهه ټپیان شوي دي.
د خیبر په جمرود کې د راجګل بې کوره شويو کډوالو د سپټمبر له ۱۰مې (وږي ۲۰) په بيګياړي سيمه کې د تورخم او پېښور ترمینځ بديله لاره هم د مال وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده..
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د بريتانیې د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې په لندن کې د افغانستان سفارت تر هغه وروسته تړي چې د طالبانو د حکومت له خوا یې ډیپلوماټان له دندو ګوښه کړل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالۍ لکي مروت کې لسګونو پوليسو د سپټمبر پر نهمه (وږي ۱۹) د پوځ او استخباراتي ادارو د غړو د "لاسوهنو" خلاف احتجاج وکړ.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې "د چايو د پيالې" بيه پرې کوي.
د خيبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سپټمبر پر اتمه (وږي ۱۸) مازيګر مهال ناڅرګنده وسله والو د ګمبېلا تاڼې د پلټنو مسول معتبر خان وژلی دی.
په پاکستان کې د سنا يو شمېر غړو د مرکزي حکومت پر هغه اقدام نيوکې کړي چې د بلوچستان ايالت کې يې پوځ ته د "ځانګړي واک" ورکولو په اړه کړی دی
د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا ايالت په مومند ولسوالۍ او د بلوچستان ايالت په قلات ولسوالۍ کې د شپږو وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د پاکستان پوځ ويلي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پوځ، استخباراتي پوليس او نورې قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي چې پښتانه ترهګر نه بلکې د ترهګرۍ ښکار ولس دی او له يوې لويې غميزې تېرېږي.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر او ویاند جنرال احمد شریف چودري ویلي دي چې پوځ هېڅ "سياسي اجنډا" نه لري او نه هم د کوم سياسي ګوند مخالف دی او نه يې طرفدار دی.
د پاکستان د مخابراتو ادارې د غیرقانوني سیم کارتونو د بندولو لپاره د عملیاتو دوهم پړاو پیل کړ ی او د هغو کسانو سيم کارتونه بندوي چې شناختي کارتونه يې تر وخت تېر شوي وي.
په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير او د صدراعظم له مرستيال اسحاق ډار سره د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د "خونديتوب" په اړه خبرې کړې دي.
په پاکستان کې د بلوچستان نېشنل ګوند مشر او د هغه هېواد د ملي پارلمان غړي سردار اختر جان مېنګل د سپټمبر پر درېيمه (وږي ۱۳) د پارلمان له چوکۍ څخه استعفا ورکړه.
د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي چې له افغانستان څخه په يوه اونۍ کې ۷۲ زره او ۶۲۴ کسان ددغه هیواد ګاونډیو هیوادونو ته وتلي دي.
نور پورته کول