د لاس رسي وړ اتصالات

بلوڅ ملتپال سياستوال اختر مېنګل ولې د پاکستان له پارلمانه استعفا ورکولو ته اړ شو؟


سردار اختر جان مېنګل د ایکس په پاڼه ليکلي چې په پارلمان کې یې شتون د هغو خلکو لپاره هېڅ ګټه نه لري چې دی یې استازیتوب کوي.
سردار اختر جان مېنګل د ایکس په پاڼه ليکلي چې په پارلمان کې یې شتون د هغو خلکو لپاره هېڅ ګټه نه لري چې دی یې استازیتوب کوي.

په پاکستان کې د بلوچستان نېشنل ګوند مشر او د هغه هېواد د ملي پارلمان غړي سردار اختر جان مېنګل د سپټمبر پر درېيمه (وږي ۱۳) د پارلمان له چوکۍ څخه استعفا ورکړه.

نوموړي پر همهغه ورځ پر اېکس ټولنيزه شبکه وليکل چې د خپل پلار او نامتو سياستوال سردار عطاالله مېنګل د درېيم تلين پر مهال يې د پارلمان له غړيتوبه د استعفا پرېکړه کړې ده چې د هغه په وينا، مهم لامل يې د بلوچستان وضعيت دی.

نوموړي زياته کړه، "دا څرګنده شوې ده چې زموږ احتجاجونه یا د بيان ازادي تل له مخالفتونو سره مخامخېږي. زموږ خلک یا غلي کول کېږي، يا د خاينانو په نوم یادېږي او یا تر دې بدتر، وژل کېږي."

اختر مېنګل همداشان ليکلي چې په داسې شرایطو کې د هغه لپاره د پارلمان چوکۍ ساتل امکان نه لري: "زه په دې صلاحيت نور کار کول ناشونی ګڼم، ځکه چې دلته زما شتون د هغو خلکو لپاره هېڅ ګټه نه لري چې زه یې استازیتوب کوم."

نوموړي خپل استعفاليک په رسمي ډول د ملي پارلمان د دارلاانشا رئيس ته وسپاره خو تر اوسه لا دا څرګنده نه ده د چې د ملي پارلمان مشر سردار ایاز صادق د سردار اختر مېنګل استعفاليک لاسلیک کړی دی او که نه، خو هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې نور د پارلمان چوکۍ نه قبلوي.

دا چې اختر مېنګل ولې له پارلمانه استعفا ورکولو ته اړ شو؟ په کوټه کې د سياسي چارو شنونکی سيد علي شاه وايي، د ښاغلي مینګل استعفا د بلوچستان او بیا د پاکستان په کچه ډېر لویه سیاسي پېښه ده، هغه ځکه چې په ملي پارلمان کې د بلوچستان نمایندګي بېخي کمه ده."

نوموړی زياتوي، "سردار اختر جان مینګل په داسې حالاتو کې پارلمان خوشی کوي چې په بلوچستان کې وار دمخه یو غورځنګ روان دی، او هغه د پارلماني سیاست خلاف دي، لکه د بلوڅ بېلتون پالې وسله والې ډلې یا د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ بلوڅ پیوستون کمېټه په پارلماني سیاست یقین نه لري، دوی دا وايي چې پارلمان د بلوڅانو ملي ستونزه نشي هوارولای. نو په داسې حالاتو کې د ښاغلي مینګل استعفا د پاکستان پارلماني سیستم لپاره یوه لویه ماتې ده."

په بلوچستان کې د سياسي چارو يو بل شنونکی جلال نورزی وايي، "په بلوڅ ځوانانو کې د غیر پارلماني سیاسي مبارزې رجحان رامنیځ ته شوی دی نو ځکه ښاغلی مینګل اړ وو چې استعفا وکړي او دا پرېکړه هغه د خپلې سیاسي بقا لپاره کړې ده."

سردار اختر جان مېنګل د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه په پاکستان کې د تر سره شویو عامو انتخاباتو په نتيجه کې د بلوچستان له خضدار سیمې څخه ملي پارلمان ته بريالی شوی وو.

نوموړي په هغو انتخاباتو کې د "پراخو درغليو" تورونه پورې کړي وو او ګڼ احتجاجونه يې هم کړي وو. هغه او د پاکستان ګڼ نورو سياسي ګوندونه تور پورې کوي چې په هغو انتخاباتو کې درغلۍ شوي وې او د پوځ د لاسوهنې په نتيجه کې د هغوی "ناخوښه" کسان ناکام کړل شوي او د "خوښې" کسان يې بريالي اعلان شوي ول.

خو د پاکستان پوځ او انتخاباتي کميسيون د هغوی تورونه رد کړي ول او زياته کړې يې وه چې هغه انتخابات په شفاف ډول شوي ول.

اختر مېنګل د سپټمبر پر درېيمه (وږي ۱۳) په پارلمان کې د یوې خبرې غونډې پر مهال د استعفا د اعلان پر وخت وويل چې هغه نن پرېکړه کړې وه چې په پارلمان کې د بلوچستان پر "ستونزو" خبرې وکړي، خو په وينا يې "د بلوچستان په ستونزو کې د چا هېڅ دلچسپي نه شته."

سردار اختر جان مېنګل يو بلوڅ ملتپال سياستوال دی چې د بلوچستان او د هغه ايالت د ولس پر بېلا بېلو ستونزو يې په پارلمان کې دننه او بهر په وار وار خبرې کړې دي. هغه هلته د امنيت، اقتصادي پرمختګ او ځايي وګړو ته پر خپلو وسايلو د حق ورکولو د غوښتنو تر څنګ د بشري حقونو د سرغړونو، په ځانګړي ډول په زوره د خلکو د لادرکه کولو او بې له محاکمې د هغوی د وژلو پرضد غږ پورته کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG