د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو فعالانو ادعا: پاکستان کې زرګونه پښتانه او بلوڅان لادرکه کړل شوي دي


 پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو د مرګ او ژوند په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو او د هغوی د لټون لپاره د څو کلنو راهیسې ددغه هیواد په پایتخت اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې لاریونونه او پرلت غونډې هم جوړې شوي دي.
پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو د مرګ او ژوند په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو او د هغوی د لټون لپاره د څو کلنو راهیسې ددغه هیواد په پایتخت اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې لاریونونه او پرلت غونډې هم جوړې شوي دي.

د لادرکه کړل شویو کسانو د نړیوالې ورځې سره هممهاله په پاکستان کې د بشري حقونو یو شمیر فعالان ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې زرګونه پښتانه او بلوڅان په زوره لادرکه کړل شوي دي.

نن، د اګست ۳۰مه (وږي ۹) په نړۍ کې په جبري توګه د لادرکه کړل شويو کسانو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

په پاکستان کې د لادرکه بلوڅانو د موندلو سازمان مشر ماما عبدالقدير بلوڅ امريکا غږ ته په خبرو کې ادعا وکړه چې د دوی د سازمان لخوا د راټولو شويو شمېرو پر اساس د ۲۰۰۰ کال راهیسې تر اوسه د ۷۰ زره په شاوخوا بلوڅان لادرکه کړل شوي دي.

نوموړی زياتوي چې په دې موده کې له دغو برمته شويو کسانو څه باندې ۲۰ زره یې په بېلا بېل ډول وژل شوي هم دي.

خو په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندلو حکومتي کميسيون، چې په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوی، د ماما قدير له شمېرو سره اتفاق نه کوي او پر خپله وېبپاڼه يې ليکلي د روان کال د جون تر ۳۰مې نېټې دوی د څه باندې ۱۰ زره لادرکه کسانو قضيې ثبت کړي چې د څه باندې اته زرو کسانو قضيې يې هوارې کړي او له دوه زره زياتې قضيې لا اوس هم نه دي هوارې شوي.

ماما قدير ادعا وکړه چې ۳۲ کلن زوی يې د پاکستان استخباراتي ادارو په ۲۰۰۹ کال کې په کوټه ښار کې له خپله کوره برمته کړ او درې مياشتې وروسته يې د بلوچستان په مند ښار کې مړی پيدا شو چې له چورلکې راغورځول شوی وو او د بدن هډوکي يې مات شوي وو.

ماما قدير د لادرکه کسانو د ځينو نورو خپلوانو سره په ګډه د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر مياشت کې د کوټې ښار مطبوعاتي کلب مخې ته احتجاجي کېمپ جوړ کړی وو د هغې نیټې شاوخوا ۱۶ کاله وروسته هم د لادرکه کسانو نارينه او ښځينه خپلوان په دغه کلب ناست وي او وخت ناوخته احتجاجونه او مظاهرې کوي.

د ماما قدير په شان په پاکستان کې زرګونه نور داسې کسان شته چې خپلوان يې تری تم شوي او له کلونه وروسته يې لا هم هېڅ درک نه دی معلوم خو د ځېنو بيا مړي موندل شوي دي. دوی د خپلوانو د برمته کولو تر شا د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارې يادوي خو هغوی دا تورونه ردوي.

نوموړی وايي چې د خلکو د برمته کولو لړۍ اوس هم روانه ده چې د هر عمر کسان پکې شامل دي. "د بلوچستان په هره سيمه، په ځانګړې توګه په مکران، خضدار او کوټه کې خلک په زوره برمته کېږي او لادرکه کېږي."

د ورکو بلوڅانو لپاره پر غږ پورته کوونکي سازمان سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال غړی عالمزېب خان مسيد بيا په خيبر پښتونخوا کې د لادرکه شويو کسانو په اړه معلومات راټولوي.

نوموړی وايي: "موږ تر اوسه د څه باندې ۴۰۰۰ پښتنو معلومات راټول کړي چې ورک دي. دا معلومات زياتره د شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، سوات او ځينو نورو سيمو دي، خو د خيبر پښتونخوا زياتره سيمو ته مو حکومتي چارواکي نه پرېږدي چې په دې اړه معلومات راغونډ کړو، خو زموږ له محتاطې اندازې سره سم په خيبر پښتونخوا کې شاوخوا ۱۰ زره پښتانه لادرکه دي."

په لادرکه کسانو کې د بېلا بېلو عمرونو او له بېلا بېلو مسلکونو سره تړلي خلک شامل دي. د دغو لادرکه کسانو خپلوان او د بشري حقونو فعالان د پاکستان پرامنيتي او استخباراتي ادارو د خلکو د برمته کولو او وژلو تور پورې کوي خو هغوی دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

په دا وروستيو کې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي ادارې وياند میجر جنرال احمد شريف په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې ځيني بلوڅان له وسله والو ډلو سره يو ځای شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی ورک دي. نوموړي د لسګونه زره کسانو د تری تم کېدو ادعاوې رد کړې وې او زياته کړې يې وه چې د لادرکه کسانو شمېر په زرګونو کې نه دی.

بل خوا د پاکستان د قانون او بشري حقونو وزير، اعظم نذیر تارړ ویلي چې په زوره د ورک کړل شويو کسانو مسله "ډېره پيچلې" ده او په يوه ورځ نه شي هوارېدای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG