د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې تیره میاشت' ۷۴ کسان لا درکه' شوي


Missing Persons in Pakistan
Missing Persons in Pakistan

په پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو د موندنې دولتي کمیسیون ویلي، چې د اګست په میاشت کې دغه کمیسیون د ۷۴ نورو لادرکه شویو کسانو د لادرکۍ او د اوو لادرکه کسانو د جسدونو د موندلو پیښې ثبت کړي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور په د دغه کمیسیون د اګست د میاشتې په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې ۶۷ لادرکه شوي کسان تېره میاشت خپلو کورونو ته ستانه شوي اود ۷۸ نورو لادرکه شویو کسانو درک موندل شوی دی.

دغه کمیسیون ویلي، چې تر اوسه ورسره ټولې نهه زره او ۹۶۷ د لادرکۍ پېښې ثبت شوې دي.

دغه کمیسون د جولاۍ د میاشتې په خپل رپور کې ویلي وو،‌ چې سږکال ورسره د جنورۍ د میاشتې څخه د جون تر میاشتې پورې د جبري لادرکه کیدو ۵۳۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د لادرکه شویو کسانو د موندنې دولتي کمیسیون ویلي، چې تېره میاشت د لادرکه شویو کسانو څخه یو تن په اصلاحي یا په ټولنه کې د بیا ادغام په مرکز کې موندل شوی او درې تنه نور په زندانونو کې موندل شوي دي.

د لادرکه شویو کسانو د موندنې د کمیسیون شمیري ښيي چې د روان ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان دننه ۱۴۱ کسانو د لادرکۍ پېښې ثبت شوې دي، چې په یوه میاشت کې دا د لادرکه شویو کسانو ترټولو لوی شمیردي.

ددغه راپور له مخې د جنورۍ میاشت کې ۹۱ تنو، فبرورۍ کې ۹۹ تنو، مارچ کې ۱۴۱ تنو، اپریل کې ۹۱ تنو، مۍ کې ۸۲ تنو او جون په میاشت کې ۲۹ تنو د لادرکه کیدو پیښې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو د موندنې دولتي کمیسیون ویلي، چې دغه کمیسیون د خپل تاسیس راهیسې د ۷۴۳۹ لادرکه شویو کسانواړوند دوسیې حل کړي دي.

پاکستان کې د اوږدې مودې راهیسې په جبري ډول د خلکو لا درکه کولو لړۍ روانه ده او وخت په وخت د پاکستان دننه د جبري لادرکه کیدو پرضد احتجاجونه هم کیږي.

د روان ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۰ د بخښنې نړیوالې سازمان د پاکستان له حکومت غوښتي و، چې باید د جبري لادرکه کیدو او په خپلسر د خلکو نیولو اقدامات پای ته ورسوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله رسمي پاڼه لیکلي و:" چارواکي ( پاکستاني) باید سمدستي او پرته له قید اوشرط څخه د جبري لارکه شویو کسانو کورنیو ته د هغوی د ځای په اړه معلومات ورکړي، چې دا کسان چیرته دي".

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د لادرکه شویو بلوچانو د حقونو د ملاتړ فعالانو د "ورکو شویو بلوچانو غږ" په نوم یوې غیر دولتي ادارې ادعا کړې، چې په دغه ایالت کې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې له ۸۰۰۰ څخه زیات کسان ورک شوي دي.

دغې ادارې ادعا کړې، چې دا کسان د پاکستان امنیتي ادارو وړي او ډېر یې وژلي دي، خو امنیتي ادارو دا تورونه په پرله پسې ډول په کلکه رد کړي‌ دي.

پاکستان کې د پښتنو د حقونو د ملاتړ غورځنګ پښتون تحفظ موومنټ "پي ټي ایم" هم ورته ادعاوې کوي او وايي، چې د پښتنو په سیمو کې د یو شمیر ښځو په ګډون په زرګونو کسان لادرکه شوي دي.

د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې په ملي اسمبلۍ کې یوه قانوني مسوده تصویب کړه، چې له مخې یې په دغه هېواد کې په جبري ډول د خلکو لادرکه کول د قانون له پلوه جرم ګڼل کیږي.

په پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي غیردولتي ادارې وايي، چې په جبري توګه د خلکو د لادرکه کولو لړۍ به تر هغه وخته پای ته ونه رسیږي،چې تر څو د پاکستان حکومت په دې اړه د پاليسۍ په کچه ګامونه نه وي پورته کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG