د لاس رسي وړ اتصالات

د سخت دریځو سره نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي


عکس: ارشیف - په کرمه ایجنسۍ کې پاکستاني پوځیان
عکس: ارشیف - په کرمه ایجنسۍ کې پاکستاني پوځیان

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ سپتمبر لومړۍ نېټه (وږي ۱۰) وویل، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې له یاغیانو سره په دوو وسله والو نښتو کې درې پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وویل، چې په دې نښته کې چې په شمالي وزیرستان کې شوې، د پاکستان د پوځ د یو جګړن امیر عزیز په ګډون یو سرتېری او یو ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا د دغه هېواد استخباراتی ځواکونه د «ترهګرو» سره د مقابلې لپاره د شمالی وزیرستان غرنۍ سیمې ته استول شوی دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د اعلامیې له مخې، په خیبر سیمه کې په یوې جلا نښته کې د پوځ یو سرتېری او یو مهم "ترهګر" چې په "فعاله توګه" یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په وړاندې په بریدونو کې برخه اخیستی، وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ (اګست ۳۱) هم ویلي وو چې په موټرسایکل سپاره یو ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي د پوځي موټرو د کاروان په منځ کې چولي، چې له امله یې نهه پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو دریو بریدونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو تحریک طالبان پاکستان(ټی ټي پي) او داعش د پاکستان په دې برخه کې فعال دي او تل دا ډول بریدونه ترسره کوي.

تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې، د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان له حکومت سره یو نامحدود اوربند لغوه کړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان بریدونه پیل کړي.

په روان کال کې د تحریک طالبان پاکستان تر مشرۍ لاندې د یاغیانو په تاوتریخوالي کې تر ۵۰۰زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې پولیس یا پوځيان دي. د پاکستان پوځ د ۲۰۲۳ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ۲۱۶ افسرانو او سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

اسلام اباد تل تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ فراري مشران او غړي په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي، خو افغان طالبانو دا تورونه رد کړي او تل یې ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر بل هېواد برید وکړي.

تحریک طالبان پاکستان د ملګرو ملتونو او امریکا لخوا د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا شپږ زره وسله وال فعالیت لري.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، خو د دې ډلې سخت دریځي د افغان طالبانو نږدې متحدین دي. دغه ډله غواړي چې د پاکستان حکومت نسکور کړي او په هغه هېواد کې اسلامي حکومت جوړ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG