د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په سلګونو بلوڅ احتجاج کوونکي نیول شوي - فعالین


د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې پلوڅ لاریون کوونکي
د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې پلوڅ لاریون کوونکي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د "غیرقانوني وژنو" په خلاف د یو لاریون تنظیموونکي وايي چې په پایتخت اسلام اباد کې پولیسو تر ۲۵۰ زیات لاریون کوونکي نیولي دی.

په بلوچستان کې د بلوڅ ملا بخش په نوم د یو خیاط له وژل کېدو یوه میاشت وروسته، په سلګونو بلوڅ فعالینو ددغه ایالت له تربت سیمې څخه پایتخت اسلام اباد ته ۱۶۰۰ کیلومتره اوږد لاریون کړی او غواړي چې د حکومت پام هغه څه ته واړوي چې "د بلوڅانو جبري لادرکه کېدنې او غیرقانوني وژنې" بلل شوي دي.

په پاکستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي، ملا بخش د نومبر په ۲۰ د چاودېدونکو توکو سره نیول شوی او ټاکل شوې وه چې د نومبر په ۲۴ محکمې ته حاضر شي، خو له هغه یوه ورځ مخکې، کله چې هغه غوښتل چارواکو ته د وسله والو پټنځای وښيي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په ډزو کې ووژل شو.

د ملا بخش کورنۍ دغه څرګندونې رد کړي او د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې چارواکي یې د هغه په وژلو تورن کړي دي. دوی ادعا کوي چې ملا بخش د اکتوبر په ۲۹ له خپل کور څخه نیول شوی او څو اونۍ وروسته محکمې ته احضار شوی دی.

د دې لاریون یوې تنظیموونکې ماهرنګ بلوڅ امریکا غږ ته وویل: "موږ غوښتنه کوو چې لادرکه شوي [بلوڅان] له زندانونو خوشې شي... موږ غواړو چې د ترهګرۍ ضد اداره بې وسلې شي، څو په راتلونکي کې په جعلي شخړو کې د خلکو د تښتولو او وژلو مخنیوی وشي... زموږ مخالفت به تر هغه پورې دوام وکړي چې غوښتنې مو پرځای شوي نه وي."

ماهرنګ بلوڅ، پاکستان کې د بلوڅانو د حقونو فعاله
ماهرنګ بلوڅ، پاکستان کې د بلوڅانو د حقونو فعاله

په سیمه کې د امریکا غږ خبریال وايي چې ماهرنګ بلوڅ هم د پولیسو له خوا نیول شوې ده .

احتجاج کوونکو غوښتل چې د اسلام اباد تر مطبوعاتي کلب پورې ورسیږي او هلته د سیاسي ګوندونو له یو شمېر غړو سره یو ځای مظاهرې ته دوام ورکړي، خو د پولیسو له خوا یې مخنیوی شوی دی.

د اسلام اباد د مطبوعاتي کلب مخې ته د بلوڅو لاریون کوونکو یو شمېر پلویانو احتجاج کړی او د لاریون کوونکو د لارې د خلاصون غوښتنه یې کړې ده. خو پولیسو ددغو احتجاج کوونکو د خورولو دپاره اوبه شیندلي، له اخ او ډب څخه یې کار اخیستی او څو احتجاج کوونکي یې نیولي دي.

د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د پولیسو له لوري د احتجاج کوونکو نیول او د هغوی په خلاف د تشدد غندنه کړې او له واکمنو یې د هغوی د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG