د لاس رسي وړ اتصالات

اختر منگل: پاکستان د دریم سیمه ایز جنگ پر لور روان دی


د بلوچستان ملي گوند مشر سردار اختر منگل
د بلوچستان ملي گوند مشر سردار اختر منگل

د بلوچستان ملي گوند مشر سردار اختر منگل وایي چې پاکستان د دریم سیمه ایز جنگ په لور روان دی

بلوڅ ملتپاله مشر سردار اختر منگل د امریکاغږ اردو څانگې ته په یوې ځانگړې مرکې کې خبرداری ورکړیدی چې ملک د دریم سیمه ایز جنگ په لور روان دی ځکه چې د پاکستان ریاست ( ادارې) دغه ملک د نورو د گټو په خاطر په سیمه ایزو شخړو کې ښکیلوي.

هغه وویل چې د دغه نوي جنگ مرکز به قبایلي سیمې نه خو بلوچستان وي.

اختر منگل وویل چې په تیره کې هم د پاکستان هر حکومت د بلوچستان سره د تبعیضي سلوک اعتراف کړیدی خو تر اوسه پورې یې د دغه سیمې د مسایلو د حل لپاره د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

هغه دا هم وویل چې د پاکستان د حکومتي گوند تحریک انصاف سره د یو کال لپاره ایتلاف کړی و او که د هغوي حکومت یې غوښتنې پوره نه کړی نو هغوي به د حکومت نه لارې بیل کړي.

اختیر منگل دا هم وویل: "ملک د مور په حیث هغه کسان چې د پاکستان خلاف یې وسله پورته کړیده، بڅښلې شي ځکه د هغوي بیرته راوستل مشکله ده خو ناممکنه نه ده."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان بلوڅان د پاکستان نه گیله کوي چې د هغوي سره امتیازي سلوک کوي او د خپل حقونو لپاره غږ پورته کونکې کسان لادرکه کوي.

XS
SM
MD
LG