د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد کمپاین پر ټیمونو بریدونو کې دوه تنه مړه شوي


د باجوړ پولیسو ویاند ويلي چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو غرمه مهال د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو د واکسین د ټیم پر غړیو ډزې وکړې او وروسته وتښتېدل.
د باجوړ پولیسو ویاند ويلي چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو غرمه مهال د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو د واکسین د ټیم پر غړیو ډزې وکړې او وروسته وتښتېدل.

په پاکستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسين د روان کمپاين پر مهال په وسله والو بريدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او نهه ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو پولیسو ویلي چې د سپټمبر پر ۱۱ (وږي ۲۱) د خيبر پښتونخوا په باجوړ قبايلي سيمه کې په وسله وال بريد کې يو روغتيايي کارکوونکی او د پولیو د ټیم یو ساتونکی پولیس وژل شوي دي.

د باجوړ پولیسو ویاند محمد اسرار ويلي چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو غرمه مهال د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو د واکسین د ټیم پر غړیو ډزې وکړې او وروسته وتښتېدل.

تر دې وړاندې، د سپټمبر پر نهمه (وږي ۱۹) د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان قبايلي سيمه کې هم په وسله وال بريد کې نهه کسان ټپیان شوي ول.

پولیسو ویلي وو چې په واڼه بازار کې د پولیو ضد واکسیني ډلو د ساتنې لپاره د ګمارل شويو پولیسو پر موټر بمې چاودنه وشوه چې شپږ پوليس او درې ملکيان پکې ټپیان شو.

په پاکستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره پنځه ورځنی کمپاين د سپټمبر پر نهمه (وږي ۱۹) پیل شوی دی. د پاکستان روغتيا وزارت وايي چې د روان کمپاين پر مهال به د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسواليو کې تر پينځو کلونو څخه د کم عمر لرونکو څه باندې ۳۳ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي چې په دغه هیواد کې سږ کال تر اوسه د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. ددغه پروګرام د وینا له مخې ۱۲ ماشومان په بلوچستان ايالت کې، دوه په سيند، يو په پنجاب ايالت او يو ماشوم په پلازمېنه اسلام اباد کې ګوزڼ وهلی دی.

په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې د خیبر پښتونخوا ايالت او دوه د سیند ايالت کې ثبت شوې وې

تر دې وړاندې، په دغه هېواد کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې ته سرایت کوي.

په پاکستان کې د روغتیا ملي اداره وايي چې ددغه هېواد د بېلا بېلو سيمو په ناپاکو اوبو کې يې تېره مياشت د پولیو وایرس لسګونه محیطې نمونې موندلې دي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. روغتیاپالان ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.

په افغانستان او پاکستان کې په پرلپسې توګه د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي خو بیا هم دا ناروغي له منځه نه ده تللې.

د روغتيا ادارې وايي، د دې تر ټولو لوی لامل دا دی چې ځینې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي، يا ځينې ماشومان له روغتياپالانو څخه د پوليو ضد کمپاين پر مهال پاتې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG