د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې سږ کال د ماشومانو د ګوزڼ د نویو پیښو شمېر ۱۶ ته رسېدلی


په پاکستان کې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د پولیو یا ماشومانو د فلج ۱۶ پیښې ثبت شوي دي.
په پاکستان کې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تراوسه د پولیو یا ماشومانو د فلج ۱۶ پیښې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي چې د اګست پر ۲۲مه (وږی ۱) ددې هېواد د سيند ايالت په حيدراباد سيمه کې يوه ۲۹ مياشتنۍ ماشومه د پوليو وايرس باندې اخته شوې چې پدې سره په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی.

تر دې وړاندې ۱۲ ماشومان په بلوچستان ايالت کې، دوه په سيند او يو په پنجاب ايالت کې په پوليو وايرس اخته شوي وو.

په پاکستان کې په ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا ايالت او دوه د سیند ايالت اوسېدونکي وو.

په دې هېواد کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام چارواکي وايي چې ددغې وایرسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره په سېپټېمبر، اکتوبر او نومبر مياشتو کې له افغانستان سره یو ځای واکسیني کمپاينونه ترسره کوي.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر یوولسو ته رسېدلی دی. په هغه هېواد کې تېر کال په شپږو ماشومانو کې د پوليو وايرس پیښې تائید شوې وې.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې زېرمو ته سرایت کوي.

په پاکستان کې د روغتیا ملي اداره وايي چې د هغه هېواد د بېلا بېلو سيمو په ناپاکو اوبو کې يې تېره مياشت د پولیو وایرس لسګونه محیطي نمونې موندلې وې.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري. دوی زیاتوي چې د دې لپاره اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د کمپاين پر مهال واکسین شي.

په افغانستان او پاکستان کې په پرلپسې توګه د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي خو بیا هم دا ناروغي له منځه نه ده تللې.

د روغتيا ادارې وايي، د دې تر ټولو لوی لامل دا دی چې ځینې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي، يا ځينې ماشومان له روغتياپالانو څخه د پوليو ضد کمپاين پر مهال پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG