د لاس رسي وړ اتصالات

د پوليو وروستۍ پېښې په ټول افغانستان کې د خلکو اندېښنې پارولي - مسئولین


سږ کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوي چې ۹ یې په جنوبي ولایتونو (کندهار او هلمند) کې دي.
سږ کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوي چې ۹ یې په جنوبي ولایتونو (کندهار او هلمند) کې دي.

د کندهار د پوليو یا ګوزڼ ضد د مبارزې مسؤولین وايي، د پوليو وروستيو او پرله پسې پېښو دا اندېښنې راپارولي چې له دې ويروس څخه پاکې سيمې به يو ځل بيا په دغه ويروس ککړې شي.

دوی وايي، د کمپاینونو پر تړاو باید فکر وشي او هر ماشوم ته واکسین ورسول شي.

سږ کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوي چې ۹ یې په جنوبي ولایتونو (کندهار او هلمند) کې دي.

دا له تیرو دوو کالو راهیسې د پولیو تر ټولو زیاتې پېښې دي چې د ماشومانو د روغتیا په برخه کې رامنځته کیږي.

اوس اندېښنه دا ده چې که د پولیو دغه لړۍ د اوس په څېر دوام وکړي، ښايي ټولې هغه سیمې چې د کلونو کار په پایله کې د پولیو له ویروس څخه پاکې شوې دي، یو ځل بیا په دغه ناروغۍ اخته شي.

سید کمال شاه چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د پولیو په پروګرام کې کار کوي وايي، د کمپاینونو په اړه باید فکر وشي او هر ماشوم ته د پولیو واکسین ورسول شي.

نوموړي وویل: "اندېښنه دا ده چې کیدای شي دا ناروغي نوره هم پراخه شي ځکه د کډوالو راتګ زیات شوی. د عامې روغتیا وزارت او نړیوالې ادارې باید جدي کار وکړي. د کمپاینونو پر کیفیت باندې باید فکر وشي او که تر ټولو سیمو پورې واکسین ونه رسول شي نو ستونزه به زیاته شي. هېواد ته له پاکستان څخه د کډوالو راتګ هم یو لامل دی چې که یې ماشومان واکسین نشي د ناروغۍ په لیږد کې اساسي رول لري."

نوموړی زیاتوي چې د کورنیو ترمنځ د پولیو په اړه عامه پوهاوی هم د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې یو اړین عنصر دی.

د هغه په وينا، که چېرې د واکسين کمپاين کومې سيمې ته ونه رسېږي، نو د سيمې اوسېدونکي بايد په بديلو لارو چارو پوه شي، څو خپل ماشومان له نورو لارو واکسين کړي.

نوموړي وویل:" دوهم، خلک باید خبر شي او که چیرې دوی ته واکسین نه رسیږي باید بدیلې لارې ورته وښودل شي."

په جنوب کې د پولیو پرضد د مبارزې مرکز مسؤولین وايي، دوی هره مياشت د پوليو ضد کمپاين ترسره کوي او پر لويو لارو يې ګرځنده ټيمونه زيات کړي دي.

د دغه مرکز يو تن مسؤول، ډاکټر جمال الدين وايي، چې د دغه پروګرام اصلي موخه تر هر ماشوم پورې د واکسين رسول دي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ د پولیو مبارزین وتوانیدل چې په پوره اخلاص او په ډیره میړانې سره کور په کور، کلي په کلي، په لویو لارو، په سرحدونو او دروازو باندی د پولیو د لمنځه وړلو په موخه ټولو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي."

د پولیو ناروغي دا مهال یوازې تر افغانستان او پاکستان پورې محدوده ده.

که څه هم تېر دوو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې نه وې، خو سږ کال نویو پېښو یو ځل بیا د دغې ناروغۍ د پراختیا په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG