د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزن ورستیو پېښو اندېښنې راپارولي؛ د فراه خلک د مسؤولینو پاملرنه غواړي


عکس: ارشیف - په فراه ولایت کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د تطبیق د کمپاین یوه څنډه
عکس: ارشیف - په فراه ولایت کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د تطبیق د کمپاین یوه څنډه

د فراه اوسیدوکي له روغتیایې مسؤولینو څخه غواړي چې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې یو شمېر ولسوالیو ته چې له هلمند او کندهار سره ګډه پوله لري، زیاته پاملرنه وکړي.

روغتیایي چارواکي د یادو اوسیدونکو اندېښنې پر ځای بولي او زیاتوي چې باید دې سیمو ته خاصه توجه وشي.

د کندهار او هلمند په ګاونډ فراه کې د ګوزڼ د لاعلاجې ناروغۍ د نویو پېښو له خپرېدو وروسته د فراه اوسېدونکي د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه اندېښمن دي.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمالک له پنځو کلونو کم درې ماشومان لري او اندېښنه لري چې خدای مکړه په ګوزڼ اخته نشي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "ډاکټران وایي چې پولیو ډیره خطرناکه ناروغي ده او له یوه ځای څخه بل ځای ته ژر انتقالیږي؛ زمونږ د سیمې خلک ډیری کندهار او هلمند ته تګ را تګ کوي، نو په ورستیو کې هلته کوچنیان په پولیو مریضي اخته شوي دي، مونږ له مسؤولینو غواړو چې ډیره توجه وکړي چې خدای مکړه زمونږ کوچنیان هم په اخته نشي."

په ورته مهال د بکوا ولسوالۍ اوسیدونکی جانان هم ورته اندېښمن دی او وايي: "زه خپله ډیر په تشویش یم، خلک باید کوښښ وکړي چې خپل کوچنیان واکسین کړي او دا چې په کندهار او یا هلمند کې ماشومان په پولیو اخته کیږي نو امکان شته چې په فراه کې هم ماشومان په پولیو اخته شي، زمونږ مسؤولین هم باید کوښښ وکړي چې کوچنیان ژر ژر واکسین کړي."

له بلې خوا د فراه د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر نورالله افضلي هم د خلکو اندېښنې پر ځای بولي او وايي، د فراه یو شمېر ولسوالۍ د پولیو ویروس له لوړ خطر سره مخ دي.

نوموړي وویل: "څو ولسوالۍ لکه ګلستان، بالابلوک او بکوا د هلمند او کندهار پر پوله پرتې دي، چې له همدې امله د لوړ خطر سیمې بلل کیږي. مونږ په دې سیمو کې خپلو کمپاینونو ته ډیره پاملرنه کوو ځکه چې د دغه سیمې کوچنیانو ته باید پاملرنه وشي او د یادو سیمو د روټین او د کلنیکونو د واکسیناسیون برخه باید پیاوړي شي."

دا ډول اندېښنې ځکه زیاتې شوي دي چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې په پرله پسې توګه د ګوزڼ پېښې ثبت شوي، چې د شاوخوا جنوبي ولایتونو خلک کندهار ته د ژوند د اړتیاوو له مخې زیات تګ راتګ لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG