د لاس رسي وړ اتصالات

د امريکا سفير د پاکستان د صدراعظم له مرستیال سره د افغانانو د "خونديتوب" په اړه خبرې کړې


د امريکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډونالډ بلوم د اسحاق ډار سره په کتنه کې افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د خوندیتوب، اقتصادي همکارۍ، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
د امريکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډونالډ بلوم د اسحاق ډار سره په کتنه کې افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د خوندیتوب، اقتصادي همکارۍ، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير او د صدراعظم له مرستيال اسحاق ډار سره د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د "خونديتوب" په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر اېکس ټولنيزې شبکې ليکلي چې بلوم او ډار د سپټمبر پر درېيمه (وږي ۱۳) په اسلام اباد کې په بهرنيو چارو وزارت کې د ليدنې پر مهال د پاکستان او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو په بېلابېلو برخو کې "د همکارۍ د پراختیا" پر لارو چارو خبرې وکړې.

بل خوا په اسلام اباد کې د امريکايي ماموريت وياند جوناتن لالي له خوا پاکستانيو رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا سفیر بلوم په پاکستان کې "د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د خوندیتوب، اقتصادي همکارۍ، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو همکاریو" په اړه خبرې وکړې.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنري وياند قيصر اپرېدی وايي په هغه هېواد کې دا وخت شاوخوا ۱۳ لکه افغانان د راجسټرېشن (پي او ار) کارتونه لري چې موده يې د ۲۰۲۵م کال د جون پر ۳۰مه پای ته رسېږي. پر دې سربېره هلته څه باندې اته لکه افغانان د افغان سيټيزن يا تابعيت کارتونه لري چې په پاکستان کې د شناختي کارتونو او نورو اسنادو جوړولو له ادارې (نادرا) سره راجسټر دي. پر دې سربېره په پاکستان کې لکونه نور افغان اوسېږي چې غير راجسټر دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې له هغه هېواده د بې اسناده افغانانو د جبري ايستلو لړۍ پيل کړې ده. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري او د پاکستان حکومت وايي چې اسلام اباد تر دا مهاله شاوخوا اووه لکه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د اسلام اباد له خوا په زوره د افغان کډوالو د ايستلود لړۍ له پيلېدو راهيسې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي او يوشمېر يې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور د پوليسو له خوا نيول شوي هم دي. بل خوا يوشمېر اسناد لرونکي افغان کډوال هم وخت نا وخته د پوليسو له ځورولو شکايت کوي.

پر دې سربېره پاکستان ته سلګونه زره داسې افغانان هم تللي چې امريکا يا نورو بهرنيو هېوادونو ته د تګ په تکل کوي.

په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر د پاکستان د صدراعظم د مرستیال او بهرنیو چارو د وزیر سره دا کتنه په داسې حال کړې، چې ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دوېیم پړاو د پیلیدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې په افغانستان کې د بشري چارو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې مرستیال اندریکا رتواتي سره د اګست په ۲۸ ( وږي اووم) په کتنه کې ویلي چې ډیر ژر به له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو دوېیم پړاو پیل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه ددغې کتنې په اړه د جزئیاتو پرمهال لیکلي چې ښاغلي نقوي د ملګرو ملتونودغه چارواکي ته ویلي چې پاکستان په دغه هیواد کې د اوږدو کلنو راهیسې د میلیونو افغانانو کوربتوب کړی، خو اوس خپل وطن ته د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو بهیر پیل شوی دی.

محسن نقوي ویلي: "د قانوني اسناد لرونکو کډوالو پرخلاف هیڅ اقدام نه ترسره کیږي. د ویزې او نورو اسنادو نلرونکي [افغان کډوال] چې په پاکستان کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري د افغان کډوالو د ستنولو دوېیم پړاو ژر پیلیږي".

همداشان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په نقش باندې ټینګار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG