د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفیر په پاکستان کې د افغان کډوالو د کارتونو د تمدید پریکړه ستایلې


سفیر ډونالډ بلوم په اسلام اباد کې د سرحداتو له مرکزي وزیرامیرمقام سره کتنه کې د پاکستان له لارې امریکا او ځینو نورو هېوادونو ته په قانوني توګه لېږدونکو لسګونه زره افغانانوته د اسانتیاو د برابرولو څخه هم مننه کړې.
سفیر ډونالډ بلوم په اسلام اباد کې د سرحداتو له مرکزي وزیرامیرمقام سره کتنه کې د پاکستان له لارې امریکا او ځینو نورو هېوادونو ته په قانوني توګه لېږدونکو لسګونه زره افغانانوته د اسانتیاو د برابرولو څخه هم مننه کړې.

په پاکستان کې د متحده الاتو سفیر افغان کډوالو ته په پاکستان کې تر یو بل کال پورې د پاتې کېدوه د نېټې غځولو پرېکړه ستایلې او د اسلام اباد له حکومت څخه یې مننه کړې ده.

سفیر ډونالډ بلوم د اګست پر اتمه (زمري ۱۹) په اسلام اباد کې د سرحداتو له مرکزي وزیر امیرمقام سره په لیدنه کې د هغې همکارۍ هم مننه وکړه چې د دغه هېواد له لارې د متحده ایالاتو امریکا په ګډون ځینو نورو هېوادونو ته په قانوني توګه لېږدونکو لسګونه زره افغانانو ته خوندي او موثره اسانتیاوې برابرې کړې.

خو د ښاغلي سفیر بلوم د ستاینې سره سره په پاکستان کې میشت افغان کډوال وايي، د دوی د هستوګنې د نېټې له غځولو برسېره په پاکستان کې ورته هره ورځ بیلابیلې ستونزې پېښې وي. د دوی په وینا پولیس يې اوس هم په یوه او بله پلمه ځوروي او په دې هېواد کې په ازاده توګه نه شي ګرځېدلای.

د خیبر پښتونخوا په هري پور کې د افغان کډوالو پنډغالي یو اوسېدونکی محمد ابراهیم وايي، که څه هم دوی پي او ار کارتونه لري خو ژوند يې په دې هېواد کې "له کړاونو ډک دی. "

له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، کله چې له پنډغالي بهر د پاکستان ځینو ښارونو لکه لاهور، پنډۍ یا بل ښار ته د خپلو خپلوانو کره ځي نو پر لار يې پولیس "دروي او راته وايي چې تاسو مهاجر ياست." ښاغلي ابراهیم ادعا کوي چې بچیانو ته یې په ښوونځیو کې داخلې هم نه ورکول کېږي.

په لاهور کې مېشت د افغانستان جانباز خان هم له امریکا غږ ته سره په خبرو کې وویل، د کرایې د کور څښتن یې وراره ته زنګ وهلی، چې تاسې د پاکستان کارت نه لري او باید چې کور خالي کړئ.

د جانباز په خبره چې د کور مالک یې وراره ته ویلي چې، "پولیس په ما پسې ځي راځي نو که کور مو خالي نه کړو نو بیا به پولیس تاسو نیسي. "

د پاکستان دولت په هغه هیواد کې مېشت د هغه افغان کډوالو لپاره چې پي او ار کارتونه لري د استوګنې موده د راتلونکې ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې غځولې ده او هغوی د پاکستان په بانکونو کې حسابونه هم خلاصولی شي او پولیس ته یې امر کړی چې افغان کډوال دې نه ځوروي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) مشر فيليپو ګراندې د جولاۍ په میاشت کې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو غوښتي وو چې د افغانانو د مهاجرت د راجسټرېشن "پي او ار" کارتونه پر وخت باندې تمديد کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG