د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستانه د افغان مهاجرو د ایستلو په بندیدو ټینګار؛ ملاله: د نجونو په تیاره راتلونکې اندیښمنه یم


ملاله یوسفزۍ وایي په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو "تورې راتلونکي" ته اندېښمنه ده چې له پاکستان څخه ایستل کېږي.
ملاله یوسفزۍ وایي په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو "تورې راتلونکي" ته اندېښمنه ده چې له پاکستان څخه ایستل کېږي.

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له پاکستان څخه غوښتي چې له دغه هېواد څخه د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي.

یوسفزۍ ویلي په افغانستان کې د هغو ښځو او نجونو "تورې راتلونکې" ته اندېښمنه ده چې له پاکستان څخه ایستل کېږي.

هغې د جمعې په ورځ د فرانسي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: "دا د ژورې اندېښنې وړ ده چې پاکستان په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته استوي او زه د ښځو او نجونو په اړه ژوره اندېښنه لرم“.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په پاکستان کې د کډوالۍ د اسنادو درلودونکو افغانانو د پاتې کېدو موده یو کال وغځول شوه خو پاکستان ویلي چې بې‌اسناده افغانان شړي.

تېر کال له پاکستان څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اسلام‌اباد له اعلان وروسته تراوسه له ۶۰۰زره څخه زیات افغانان له پاکستان څخه وتلي او یا ایستل شوي دي.


د بشري حقونو د څار ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته یو شمیر ستنول شوي کډوال د طالبانو له خوا ځورول شوي دي.

ملالې یوسفزۍ افغانستان ته د ستنول شویو افغان نجونو او ښځو په اړه ویلي: "زیاترو دغو نجونو په پاکستان کې تعلیم کاوه، دوی په ښوونځیو کې وې، دغو ښځو کار کاوه".

هغې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه په خپلې پالیسي بیا غور وکړي‌ ”زه هیله لرم چې پاکستان خپله پالیسي بدله کړي او په ځانګړې توګه د هغو نجونو او ښځو ساتنه وکړي‌ چې په افغانستان کې به د تورې راتلونکې شاهدانې وي.“

ملالې یوسفزۍ له دې وړاندې د جولای په درېیمه هم د پاکستان له حکومت څخه غوښتي و چې د افغان کډوالو د ایستلو پر پالیسي له سره غور وکړي او افغان نجونې او ښځې د "طالبانو له ظلمونو" وژغوري ترڅو په پاکستان کې په خوندي ډول ښوونځیو ته لاړې شي.


طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل له واکمنېدو وروسته په ټول افغانستان کې سختدريځې تګلارې عملي کړي چې عمده يې پر ښځو د کار کولو محدوديتونه او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونه دي.

د طالبانو حکومت په دې اړه د نړيوالو غوښتنې له پامه غورځولي او دا عمل يې د افغانستان داخلي چاره بللې ده چې په وينا يې د وخت په تېرېدو سره په يو مناسب چوکاټ ورته برابر کړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې له هغه هېواده د بې اسناده افغانانو په زوره د ايستلو لړۍ پيل کړې چې لا هم دوام لري. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري او د پاکستان حکومت وايي چې اسلام اباد تر دا مهاله له نيم ميليون زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کميشنري وايي چې په پاکستان کې ۱.۴ ميليونه راجسټر افغان کډوال ژوند کوي او شاوخوا همدومره شمېر نور ناراجسټر افغانان پدې هیواد کې میشت دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG