د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ: افغان میرمنې او نجونې زده کړو ته په بشپړ ډول د لاس رسي مستحقې دي


د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ
د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ یو ځل بیا زده کړو ته د افغان میرمنو او نجونو په لاس رسي ټینګار کړی دی.

توماس ویسټ د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) د خپل ټویټر په پاڼه د نجونو د زده کړو د فعالې او د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت ویلي دي، چې د امریکا متحده ایالات د زده کړو حق په رسمیت پیژني.

ښاغلي ویسټ ویلي: "افغان میرمنې او نجونې د افغانستان د راتلونکې لپاره ستره سشتمني ده او هغوی خپلو وړتیاوو ته د رسیدلو لپاره زده کړو ته د بشپړ لاسرسي حق لري".

په عین حال کې ملاله یوسفزۍ تیره ورځ په ناجیریا کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د "ملالې د ورځې" د لمانځلو لپاره په جوړه شوې غونډه کې په وینا کې وویل، چې لس کاله وړاندې میلیونه افغان نجونې ښوونځیو ته تللې، له هرو دریو ځوانو نجونو یوې یې په پوهنتونونو کې نوم ثبت کړی و.

خو اوس افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې نجونې او ښځې له زده کړو منع شوې دي.

میرمن یوسفزۍ وویل: "حتی د ځوانۍ په لومړیو کلنو کې په دې پوهیدم، چې پرمختګ کیدای شي، چې ورو اوسي- خو هیڅکله مې دا تمه نلرله، چې د یو هیواد په بشپړ ډول په شاتګ او له ښوونځیو بهر د نجونو د پاتې کیدو او په کورونو کې د بند پاتې کیدو او د هغوی د هیلو د لاسه ورکولو شاهده اوسم".

همداشان ملاله یوسفزۍ دې غونډې ته وویل، چې تاسو د هغې [ملاله] ته ګورئ او یا امینه، یا موزون او یا هم ماري کلر ته ګورئ مونږ ته د بریالیو داستانونو په توګه مه ګورئ، د هغه پر ځای دا تصور کړئ، چې که په افغانستان، نایجریا، پاکستان او په هر بل هیواد کې نجونو د زده کړو فرصت درلود هغوی به مستحقې وی.

په عین حال کې د افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې میرمن رینا امیري ملاله یوسفزۍ ته د هغې د زیږیدو د کلیزې د مبارکۍ په ترڅ کې ویلي: "له تاسو څخه چې په نه ستړې کیدونکي ډول زده کړو ته د مساوي لاس رسي او د سخت دریځو طالبانو له خوا ښځې او نجونې د زده کړو څخه د محرومولو او د یوې ښې راتلونکې په اړه د هغوی هیلو په برخه کې د سیسټماتیکو پالیسیو پر واندې د نړیوال اقدام د غوښتني څخه مو د یوې اتلې په توګه مننه کوم".

په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د طالبانو له خوا په دغه هیواد کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو څخه ۶۶۲ ورځې تیرې شوي دي .

تیره ورځ د نجونو د زده کړو ملاتړو افغان فعالانو ملګرو ملتونو څخه په یو سرخلاصي لیک کې غوښتي، چې د ښوونځیو د خلاصولو لپاره دې پر طالبانو باندې دپلوماتیک فشار زیات کړي.

د بشري حقونو ۳۰ شبکو او ۳۱۴ مدني فعالانو، معترضانو،خبریالانو او زده کوونکو دغه لیک لاسلیک کړی دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر نجونو او ښځو باندې محدودیتونه لګولي دي.

نږدې دوه کاله کیږي، چې نجونې یې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې له زده کړو منع کړي او هم یې د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې وروسته په پوهنتونونو او غیر حکومتي موسسو کې له زده کړو او کار څخه منع کړي دي

طالبانو له وړاندې په دولتي موسسو کې ښځې له کارکولو منع کړي دي. ددې سربیره طالبانو ښځې د محرم پرته سفر، حمامونو او پارکونو ته د تللو او هم په یوه تازه پریکړه کې د ښځو سینګارتونونه هم بند کړي دي.

ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو دا اقدامات یو سیستماتیک جنسیتي تبعیض بللی دی.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز موقتي دی.

XS
SM
MD
LG