د لاس رسي وړ اتصالات

حقاني: د فرمایشاتو نه منل زموږ د نه رسمیت پېژندنې لامل شوی


سراج الدین حقاني (ارشیف)
سراج الدین حقاني (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پکتیا ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې د خپل حکومت په رسمیت نه پيژندلو علت د طالبانو له خوا د نړیوالې ټولنې د فرمایشاتو نه منل ښودلي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د سه شنبې په ورځ جولای څلورم ( چنګاښ ۱۳) د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ کې د دیني عالمانو او قومي مخورو یو غونډې ته په وینا کې، چې ویديوي په ټولنیزو رسنیو د طالبانو د چارواکو له خوا خپره شوې ویلي، چې افغانانو په خپلو مټو باندې ازادي ترلاسه کړې او د ازادۍ په ترلاسه کولو کې د هیچا د احسان پوروړي نه دي.

ښاغلي حقاني ویلي:" زمونږ دا خپله خپلواکي د بل چا په اختیار کې وه، حالانکه چې مونږ په رسمیت نه یو پیژندل شوي خو د دوی فرمایشات مو هم نه دي منلي ددوی غوښتنې مو نه دي منلي".

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست دا ونه ویل، چې طالبانو څخه د رسمیت پیژندلو په بدل کې د نړیوالو غوښتني څه دي.

خو نړیوالې ټولنې په څرګنده ویلي،چې تر هغې، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی نه وي کړی او د تروریستي ډلو سره یې اړیکې نه وي پرې کړي دا حکومت به په رسمیت ونه پيژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل د جون ۲۱ (جوزا) په واشنګټن کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې د افغان میرمنو او نجونو سره د طالبانو چلند او د هغوی حقونو ته نه درناوی په نړیواله کچه د دغې ډلې د منلو او مشروعیت په لاره کې یو خنډ دی.

ویدانت پټیل په دې اړه د امریکا غږ د افغانستان څانګې د پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه: "تر څو پورې چې هغوی [طالبان] د خپلې ټولنې د بلې نیمايي برخې [نارینه وو] په څېر دې نیمايي برخې [ښځو] ته هم حقوق، مزایا او امکانات ورنکړي، نه یوازې د افغانستان راتلوونکي شا ته ټیل وهي، بلکې د خپلې غوښتنې په لاره کې هم خنډ کېږي- د نړیوال قبولیت او مشروعیت غوښتنه".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.

نږدې دوه کاله کیږي، چې په دغه هیواد کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګیدلی او د تیر۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې وروسته په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې د زده کړو څخه محرومې شوي دي.

ددې سربیره د طالبانو حکومت د ملګروملتونو او غیر دولتي ادارو په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو حکومت ښځې پارکونو، حمامونو او ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او د کور څخه بهر د حجاب د اغوښتلو ترڅنګ یې په اوږدو سفرونو کې پر ښځو باندې د محرم د شتون شرط هم ایښی دی.

ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت دا اقدامات د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک جنسیتي تبعیض ښودلی او د طالبانو څخه یې ددغو ټولو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده

د جون په ۱۹ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د افغان میرمنو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې د یو پراخه او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په دغه راپورکې،چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه طالبانو د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، لباس، چلند د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسی په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.

دا راپور وايي، د ۲۰۲۱ د سپټمبر او د ۲۰۲۳ د مې میاشتو ترمنځ، له ۵۰ ډیر فرمانونه صادر شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتنبایووا د جون په میاشت کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې که طالبان غواړي چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ګام واخیستل شي او نړیوالې ادارې په اغیزناک ډول له افغانستان سره مرستې وکړي، باید هغوی په ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لېرې کړي.

که داسې ونکړي، د روزا اتنبایووا په خبره نړیواله ټولنه به یې په رسمیت ونه پېژني.

نږدې دوه کاله کې، چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پيژندل شوی.

XS
SM
MD
LG