د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر پښتونخوا کې دوه پوليس او يو عسکر وژل شوی، څلور ژوبل دي


د پاکستان پوځ وياند د سپټمبر په لومړیوکې خبریالانو ته وویل چې د ۲۰۲۴کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد۳۲ زره او ۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ پوځي منسوبین وژل شوي.
د پاکستان پوځ وياند د سپټمبر په لومړیوکې خبریالانو ته وویل چې د ۲۰۲۴کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد۳۲ زره او ۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ پوځي منسوبین وژل شوي.

د خيبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سپټمبر پر اتمه (وږي ۱۸) مازيګر مهال ناڅرګنده وسله والو د ګمبېلا تاڼې د پلټنو مسول معتبر خان وژلی دی.

د لکي مروت د پوليسو وياند شاهد حميد رسنيو ته په لېږل شوي بيان کې ويلي چې وسله والو په منګترا ګنډي عمر چيکړ کلي کې پر معتبر خان ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې د هغه د تره زوی اسفنديار خان هم ژوبل شو. د دې بريد مسوليت لا چا نه دی منلی.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د اګست پر اوومه (وږي ۱۷) ماښام مهال نامعلومه موټر سايکل سپرو وسله والو د صفي الله په نامه پوليس سرتېری او د هغه ورور نویدالله، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی وو، د لکي مروت په اباخېلو سيمه کې د خپل کور مخې ته ووژل. دواړه وژل شوي کسان د لکي مروت پوليس تاڼې د مشر شفقت الله وروڼه وو. د هغه بريد مسوليت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په لکي مروت کې د غورځنګ د ځايي مخکښ نويد الله او د هغه د ورور وژنه غندلې او د سپټمبر پر اتمه يې پر ټولنيزې شبکې فیسبوک په خپاره کړي ویډیويي بیان کې ویلي چې دوی به د داسې پېښو پر وړاندې غلي نه پاتې کېږي.

بل خوا د سپټمبر پر اتمه د خيبر پښتونخوا په کورمه کې په وسلوال بريد کې د پاکستان د سرحدي ځواک يو عسکر وژل شوی او درې ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې وسله والو د کورمې په مرغان تانګه سيمه کې د سرحدي ځواک پرامنيتي پوسته بريد وکړ او وروسته وتښتېدل.

په دا وروستيو کې په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې وسله وال بريدونه زيات شوي دي، چې ولس يې پرضد په وار وار احتجاجونه، پرلتونو، لاريونونه او جرګې کړي او له حکومت او پوځ څخه يې د امنيت ټينګولو غوښتنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پوځ ويلي، ملي اردو او قانون پلي کوونکې ادارې د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ تر ۱۳۰ زيات عمليات کوي.

د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د سپټمبر پر پینځمه (وږي ۱۵) په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد۳۲ زره او ۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ پوځي افسران او عسکر وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول څلور زره او ۲۱ عملیات کړي دي چې پر مهال یې ۹۰ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG