د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا کې د پوځ په یو مرکز باندې وسله وال بريد شوی


سیمه ییزو سرچینو ویلي چې په غلنۍ کې په دغه پوځي مرکز دغه بريد د جمعې د ورځې سهار وختي خواوشا څلور بجې پيل شوی وو.
سیمه ییزو سرچینو ویلي چې په غلنۍ کې په دغه پوځي مرکز دغه بريد د جمعې د ورځې سهار وختي خواوشا څلور بجې پيل شوی وو.

د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې وسله والو کسانو د جمعې د ورځې سهار وختي سپټمبر شپږم (وږي ۱۶) د خیبرپښتونخوا ایالت د مومندو مرکز غلنۍ کې د پاکستان د پوځ په یو مرکز باندې برید کړی دی.

سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې د پاکستان د فرنټیر کور د "مومند رایل" په دغه مرکز باندې د وسله والو بریدکوونکو له خوا د درنو وسلو د ډزو غږونه ددې سیمې څخه لیرې سیمو کې هم اوریدل شوي دي. دغو شاهدانو ویلي چې ددغو ډزو له امله ددغه پوځي مرکز سره نږدې اور هم لګیدلی دی. تراوسه په دغه برید کې د پیښ شوي ځاني زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

سیمه ییزو سرچینو امریکا غږ ډيوې ته ویلي چې په غلنۍ کې په دغه پوځي مرکز دغه بريد د جمعې د ورځې سهار وختي شاوخوا څلور بجې پيل شوی وو.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه پوځي مرکز باندې په دې برید کې ترڅلورو پورې بریدګرو شامل وو چې د سرچینې د وینا پراساس درې یې ځانمرګي بریدګر وو، چې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دا څلور تنه وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس په دې نښته کې یو بل بريد کوونکی هم وژل شوی دی.

د سرچينو د وينا له مخې د بريد په وخت په دغه پوځي مرکز کې دننه اورلګېدلی وو، چې بيا د امنیتي ځواکونو له خوا مړ شوی دی.

د پاکستان پوځ تراوسه ددغه برید په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د رپورټونو له مخې ددغه برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې په غاړه اخسیتی دی. پاکستاني چارواکي په پرله پسې ډول ادعاکوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله له افغانستان څخه په پاکستان کې پر پوځي اهدافو باندې بریدونه کوي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ اسلام اباد کې د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو د حکومت لوی درستیز ویلي چې تراوسه هیچا په افغانستان کې د تحریک طالبان وسله والې ډلې د غړو د شتون په دباب کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی وویل، چې ملګرو ملتونوهم په خپل راپور کې په افغانستان کې د ټي ټي پي د ډلې شتون تائید کړی دی.

میرمن بلوڅ وویل: "په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتون په اړه د پاکستان دریځ څرګند دی. مونږ په مختلفو وختونو د افغانستان په دننه کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو او فعالیتونو په اړه شواهد وړاندې کړي دي او هم په دې اړه مو خپلې اندیښنې چې د افغانستان خاوره په پرله پسې ډول د خپلو ګاونډیانو پرخلاف کارول کیږي چې نه یوازې د پاکستان اندیښنه ده څرګندنې کړي دي".

میرمن بلوڅ د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ددغو تروریستي ډلو پرخلاف دې کوټلي اقدامات وکړي او دا ډاډ دې ترلاسه کړي چې ترورتستي ډلې د پاکستان پرخلاف بریدونه ترسره نکړي.

خو د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان مسله د پاکستان کورنۍ مسله ګڼي او ددغې ډلې له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو ادعاوې یې په پرله پسې ‌ډول ردې کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیرقاري فصیح الدین فطرت نږدې دوه اونۍ دمخه کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستاني طالبان د دغه هیواد په دننه کې مرکزونه لري او ځینې سیمې یې تر کنټرول لاندې هم دي او له هغو سیمو په دغه هیواد کې بریدونه ترسره کوي.

هغه وویل: "هیڅوک دا نشي ثبتولی چې ټي ټي پي د افغانستان په کومه برخه کې خپل مرکزونه ولري او لکه څنګه چې اسلامي امارت [طالبانو حکومت] ژمنه کړې د افغانستان له خاورې په هیڅ کوم هیواد برید نه ترسره کیږي، دغه ژمنې ته پابند دی او که چیرې [ټي ټي پي] په افغانستان کې حضور ولري دې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه عملیات تنظیم کړي او په پاکستان باندې بریدونه وکړي".

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي د نیوکې په توګه وویل چې دا لازمه نه ده پاکستاني چارواکي په پرله پسې ډول د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان باندې واچوي.

هغه وویل: "مونږ دا په بشبړه توګه ردو، تي ټي پي د افغاسنتان په خاوره کې نه مرکز لري او نه هم حضور لري او نه هم له دغه ځایه تمویل او تجهیز کیږي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG