د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بم په چاودنې کې درې تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې پولیس وایي دوشنبه سپټمبر دویمه (وږې ۱۲) د دې هیواد په شمالی برخې کې د سړک غاړې د بم په چاودنې کې درې تنه وژل شویدي.

پولیسو ویلي چې دوه تنه وژل شوي امنیتي چارواکي و او د دریم وژل شوي کس په هکله یې څه ندي ویلي. د پولیسو په اعلامیې کې د امنيتي چارواکو په هکله نور معلومات ندي ورکړل شوي چې د کومو ادارو سره یې کار کاوه.

په سیمې کې د پولیسو مشر عبدالرحیم ویلي چې دا پیښه د خیبر پښتونخوا د کوهستان په ولسوالۍ کې شویده.

دا بس موټر د داسو ولسوالۍ ته روان و چې د چین په مرستې پکې د پاکستان حکومت د هیواد تر ټولو ستر برښنا کوټ جوړوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې خو د کولو شک به یې د تحریک طالبان پاکستان په ډلې ښایي واچول شي چې د څو کالونو راهیسې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له هماغه ځایه بریدونه تنظیموي خو طالب چارواکي وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت تیره اوونۍ د حکومت له خوا د رسنیو له لارې د حساب ورکولو د پروګرام په ترڅ کې کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې د غړو شتون د ادعاو په تړاو طالبانو حکومت ته کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

فطرت وویل چې پاکستاني طالبان د دغه هیواد په دننه کې مرکزونه لري او ځینې سیمې یې تر کنټرول لاندې هم دي او له هغو سیمو په دغه هیواد کې بریدونه کوي.

په پاکستان کې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز پخپل تازه راپور کې ویلي چې د اګست په میاشت کې پدې هیواد کې ۲۵۴ تنه په وسله والو پیښو کې وژل شویدي.

د دې ادارې په راپور کې ویل شوي چې پدې وژل شویو کسانو کې ۹۲ یې عام وګړي، ۵۴ یې د امنیتي ځواکونو غړي او پاتې ۱۰۸ یې وسله وال و.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د اګست په میاشت کې په بیلا بیلو پیښو کې ۱۵۰ تنه ټپي شوي هم دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG