د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وایي په څو چاپو کې یې ۳۷ وسله وال وژلي دي


آرشیف
آرشیف

د پاکستان پوځ وایي امنیتي ځواکونو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د وسله والو د پټیدو په خوندي مرکزوځایونو باندې چاپو کې لږ تر لږه ۳۷ وسله وال وژلي دي.

پوځ جمعه اګست ۳۰ ( وږي نهمه) په یوې اعلامیې کې ویلی چې یوازې تیره شپه د خیبر پښتونخوا د تیرا په درې کې تر لسو ډیر وسله وال په جګړې کې وژل شوي خو دا یې ندي ویلي چې وسله وال د کومې ډلې غړي و.

د پوځ په اعلامیې کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله هم څه ندي ویل شوي.

پاکستان وروسته تر هغه د وسله والو ډلو پر ضد جدي عملیات پیل کړل د بلوچستان په ولایت کې یوې وړې بلوڅ بیلتون غوښتونکې او نورو وسله والو ډلو پدې ولایت کې په پولیسو، امنیتي ځواکونو او عامو خلکو باندې بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل.

د پوځ په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې پنځه یاغیان یې د بلوچستان په ولایت کې وژلي دې چې پدې ولایت کې په تازه بریدونو کې یې لاس درلود خو دا یې ندي ویلي چې د کومې ډلې غړي و.

سره لدې چې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو ډلو بریدونه له کافي زیات وخت راهیسې د بیلا بیلو دلایلو له مخې روان دي خو د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د سنا مجلس ته ویلي چې د تازه بریدونو هدف د شانهګای سازمان همکارۍ د مشرانو غونډې خرابول دي.

ټاکل شوې چې دا غونډه په پاکستان کې د همدې روان میلادي کال د اکټوبر په میاشت کې وشي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپلې ادعا لپاره هیڅ کوم ثبوت وړاندې نکړ.

د بلوچستان په ولایت کې د تازه تشدد پیښو د کولو ادعا د بلوڅ بیلتون غوښتونکو یوې ډلې، بلوچستان آزادۍ پوځ کړې چې د کالونو راهیسې د پاکستان څخه د آزادۍ په خاطر د حکومت پر ضد وسله والو مبارزه کوي.

په اسلام اباد کې "د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز" څيړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۳کال پرتله سږ کال (۲۰۲۴) په پاکستان کې د په ترهګريزو بريدونو کې مرګ ژوبله ۷۱ سلنه زياته شوې ده.

څېړنيزې ادارې د اګست پر ۲۶مه په خپل راپور کې لیکلي و چې په پاکستان کې د جولای په مياشت کې ۷۹ وسلوال بريدونه شوي چې ۱۰۸ کسان پکې وژل شوي او له ۷۰ زيات ژوبل شوي دي.

راپور وايي، په روان کال جولای مياشت کې د وسلوالو په بريدونو کې ۱۴ سلنه او د بريدونو په نتيجه کې په اوښتې مرګ ژوبله کې ۸۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.

په دې راپور کې په روانه اګست مياشت کې د شويو بريدونو ذکر نه دی شوی. دغې ادارې ويلي چې تر ټولو زيات بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG