د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یو ځل بیا د ټي ټي پي ډلې سره د طالبانو په منځګړیتوب د خبرو وړاندیز رد کړی


پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې په وړاندې دې کږتلي اقدامات وکړي.
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې په وړاندې دې کږتلي اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې سره د طالبانو د حکومت په منځګړیتوب د خبرو وړاندیز رد کړی او دغې ډلې سره د خبرو د وړاندیز منل یې د تروریستي بریدونو زرګونو قربانیانو ته سپکاوی ګڼلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهرا بلوڅ د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۹ (وږي اتم) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د طالبانو د حکومت د ویاند له خوا د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د منځګړیتوب د وړاندیز په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان ددې پرځای باید چې د ټي ټي پي او په افغانستان کې د میشتو نورو تروریستي ‌ډلو پرخلاف کوټلي اقدامات وکړي.

میرمن بلوڅ وویل: "بنآ پاکستان افغان لنډمهاله مقاماتو [طالبانو حکومت] ته مشوره ورکوي چې د ټي ټي پي او نورو ترورویستي ډلو پر وړاندې چې د پاکستان امنیت ګواښلو ته دوام ورکوي او د پاکستان په خاروره کې د پاکستانیانو په وژلو کې ښکیل دي اقدام وکړي".

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست په ۱۸ (زمري ۲۸) د اینډیپینډنټ اردو رسنۍ سره په مرکه کې ویلي د ټي ټي پي مسله د پاکستان کورنۍ مسله ده، خو زیاته کړې یې ده چې که چیرې اسلام اباد غواړي طالبان چمتو دي چې د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پی" ډلې ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

ذبیح الله مجاهد دغې رسنۍ ته ویلي چې افغانستان د ګاونډي هیواد پاکستان سره ګډ ژبني، مذهبي او پراخه کلتوري اړیکې لري.

د طالبانو حکومت په منځګړیتوب د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان د ډلې ترمنځ خبرې شوې وې، خو د یوې اونۍ اودو دغو خبرو په پایله کې که څه د طالبانو د حکومت د چارواکو د وینا پراساس د دواړو خواو ترمنځ د اوربند په ګډون پر ځینو موضوعاتو موافقې هم شوې وې، خو په پاکستان کې د حکومتونو د بدلیدو له امله ددغو خبرو پریکړو عملي بڼه وانخیستله او د دواړو خواو ترمنځ جګړو دوام وموند.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د وسله والو د شتون او پټنځایونو په اړه د طالبانو د حکومت د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وروستیو څرګندونو په اړه چې پاکستان تراوسه داسې ثبوب نه دی وړاندې کړی چې د افغانستان په کومه برخه کې د ټي ټي پي د وسلوالو حضور ثابت کړي وویل چې پرپاکستان باندې د تروریستي بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې کارول په ښه ډول ثابت شوی دی.

میرمن بلوڅ وویل چې پاکستان په دې اړه افغانستان سره د دواړخیزو تماسونو په ګډون په مختلفو وختونو کې خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.

میرمن بلوڅ وویل: "پاکستان د هغو افرادو په اړه چې په افغانستان کې دیره دي او له هغه ځایه په تروریستي پیښو کې لاس لري کوټلي شواهد شریک کړي دي". همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې په افغانستان کې د ټي ټي پي په ګډون د تروریستي ډلو شتون د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په ګډون په خپلواک ډول په ترتیب شویو راپورونو کې یې هم یادونه شوې ده .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د طالبانو له حکومت یو ځل بیا وغوښتل چې ددغو ټولو تروریستي ډلو پرخلاف اقدامات وکړي او پرینږدې چې دا ډلې د پاکستان امنیت د ګواښ سره مخ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د چین وروسته د متحده عربي اماراتو له خوا د طالبانو د حکومت د سفیر د منلو وروسته د پاکستان له خوا ددغې ډلې د حکومت په رسمیت پیژندلو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان به په دې اړه پریکړه د سیمې د هیوادونو سره په سلامشوره کوي.

د طالبانود حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۸ ( وږي اووم) کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې هیڅوک په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې د وسله والو د شتون ادعا نشي ثابتولی.

همداشان هغه وویل چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې د غړو شتون د ادعاو په تړاو طالبانو حکومت ته کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

فطرت وویل چې پاکستاني طالبان د دغه هیواد په دننه کې مرکزونه لري او ځینې سیمې یې تر کنټرول لاندې هم دي او له هغو سیمو په دغه هیواد کې بریدونه ترسره کوي.

هغه وویل: "هیڅوک دا نشي ثبتولی چې ټي ټي پي د افغانستان په کومه برخه کې خپل مرکزونه ولري او لکه څنګه چې اسلامي امارت [طالبانو حکومت] ژمنه کړې د افغانستان له خاورې په هیڅ کوم هیواد برید نه ترسره کیږي، دغه ژمنې ته پابند دی او که چیرې [ټي ټي پي] په افغانستان کې حضور ولري دې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه عملیات تنظیم کړي او په پاکستان باندې بریدونه وکړي".

قاري فصیح الدین فطرت د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د تیرې اونۍ د کابینې غونډې ته د وینا په غبرګون کېوویل چې دا لازمه نه ده ، چې پاکستاني چارواکي په پرله پسې ډول د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان باندې واچوي.

هغه وویل: "مونږ دا په بشبړه توګه ردو، تي ټي پي د افغاسنتان په خاوره کې نه مرکز لري او نه هم حضور لري او نه هم له دغه ځایه تمویل او تجهیز کیږي".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د چارو مرستیال قاسم فرید دغه خبري کنفرانس ته د افغانستان په دننه کې د پاکستان د پوځ د احتمالي برید په اړه وویل چې هیواد به یې د خپلواکۍ، خاورې تمامیت او خپل عزت څخه دفاع وکړي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د تیرې اونۍ د کابینې غونډې ته د وینا کې یو ځل بیا ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله د طالبانو د حکومت تر کنټرول او همغږۍ دغه هیواد کې د تروریستي بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.

هغه وویل چې له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو بریدونو طرح کول نور کوم راز نه دی".

د پاکستان صدراعظم همداشان ویلي چې په دې تړاو اندیښنې یې د طالبانو د حکومت چارواکو ته هم رسولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG