د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر پښتونخوا کې ناڅرګنده وسلوالو په یو هدفي برید کې يو ولسي مشر وژلی


ډاکټر نورمحمد د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی وو او خیبرپشتونخوا ایالت د بنو جاني خیلو د سیمې یو قومي مشر وو.
ډاکټر نورمحمد د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی وو او خیبرپشتونخوا ایالت د بنو جاني خیلو د سیمې یو قومي مشر وو.

ناڅرګندو وسله والو د خيبر پښتونخوا د ایالت د بنو د جانيخېلو په سیمه کې یو ولسي مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ "پي ټي اېم" ملاتړی ډاکټر نورمحمد د چهارشنبې د ورځې په ماښام د اګست ۲۱ (زمري ۳۱) په یو برید کې وژلی دی.

امنيتي چارواکو او ځايي ولس رسنيو ته ويلي چې ډاکټر نور محمد پر موټر سايکل باندې له خپل شخصي کلینک څخه کور ته روان وو چې وسلوالو برید ورباندې وکړ. د هغوی په وينا، وسلوال تر پېښې وروسته تښتېدلي دي.

ډاکټر نور محمد په جانيخېلو کې کلينک درلود او د خلکو درملنه به يې کوله. نوموړي پر دې سربېره د هغې سیمې په جرګو کې فعال ګډون کاوه او د امنيت د ټيګښت لپاره د شويو پرلتونو له منتظمینو څخه وو.

پر نوموړي د بريد مسوليت لا چا نه دی اخیستی. په خيبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه په شمالي وزيرستان کې له وروستيو څو کلونو راهيسې هدفي بريدونه روان دي.

روان ۲۰۲۴ کې په شمالي وزیرستان کې تر دې دمه ۳۱ هدفي بريدونه شوي چې پکې یوشمېر ولسي مشران، مدني فعالان، سیاستوال، دیني عالمان او حکومتي او امنيتي کارکوونکي په نښه شوي دي.

تر دې وړاندې، په ۲۰۲۳ کال کې په شمالي وزيرستان کې ۴۴ هدفي بريدونه شوي ول چې پکې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ کال کې چې لکونه بې کوره خلک خپلو سيمو ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امنيت وو خو د ۲۰۱۸ په وروستیو کې پکې هدفي بريدونه او نورې حملې بيا پیل شوې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

جنوبي وزيرستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره پرلت

د بر جنوبي وزيرستان د بدر سيمې اوسېدونکو په خپله سيمه کې د امنيت د ټيګښت لپاره احتجاجي ناسته پيل کړې ده.

د بدر احتجاجي پرلت مخکښ او د سروېکۍ تحصيل مشر شاه فيصل غازي د اګست پر ۲۱مه (زمري ۳۱) رسنيو ته وويل چې د هغوی لومړيتوب د امنيت ټينګښت دی.

نوموړي زياته کړه: "د وسلوالو له خوا پر پوځ باندې د برید پر وخت د پوځ سرتېري د عامو خلکو پر کورونو مارټر ګولې (د هاوان مرمۍ) اوروي او نوره وسله کاروي، چې له وجې یې د بدر سیمې خلک د احتجاج له لارې په خپله سیمه کې د امن پر غوښتنې باندې مجبور شوي دي."

دا تر هغه وروسته ده چې د بر جنوبي وزيرستان د بدر سيمې اوسېدونکو له دې امله کډې کول پيل کړي دي چې په وينا يې، د پاکستان امنيتي ځواکونه يې کورونه په درنو وسلو سره په نښه کوي.

د جنوبي وزيرستان يو مشر محمد قاسم وايي چې له تېرو دريو يا څلورو ورځو راهيسې پوځ او طالبان له يو بل سره په جګړه بوخت دي.

نوموړی زياتوي: "پوځ په ځوابي بريدونو کې د عام ولس پر کورونو مارټر ګولې (د هاوان مرمۍ) اوروي. موږ له حکومته بل هېڅ نه غواړو. موږ امن غواړو او د خپلې سيمې بيا ابادول غواړو. "

تر دې وړاندې شاه فيصل غازي ويلي وو چې امنيتي ځواکونه پر يوشمېر کليو د توپونو او مارټر ګولو ډزې کوي نو خلک مجبور دي چې نسبتاً ارامه ځايونو ته کډه شي.

د جنوبي وزیرستان په بدر سیمه کې ځایي مشرانو د اګست پر ۱۶مه (زمري ۲۶) هم په یوه جرګه کې له حکومته د امنیت پرځای کولو غوښتنه کړې وه.

د جرګې یو مشر ملک عصمت الله ویلي وو چې په بدر کې پوځ د وسلوالو خلاف عملیات وکړل خو زیاتره تاوانونه پکې عام ولس ته ورسېدل.

د جرګې مشرانو تور پورې کړی وو چې د عملیاتو پر مهال د عامو خلکو کورونه په توغندیو ویشتل شوي دي او اوس خلک له بدر او ځینو نورو سیمو په کډه کولو مجبوره دي.

بدر د جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د پوځ او وسلوالو ترمنځ پر یو بل د بریدونو له کبله امنیتي‌ حالات تر پخوا ډېر خراب شوي دي.

په دې سیمه کې د اګست پر ۱۱مه او ۱۳مه د وسلوالو له خوا په دوه جلا جلا بريدونو کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوي ول.

په دې سیمو کې مېشت خلک له تېرو څو میاشتو راهیسې په پرلپسې توګه د پوځ او وسلوالو ترمنځ د یو بل په نخښه کولو په ترڅ کې د عام ولس ځپل کېدو په اړه شکایتونه کوي.

بل خوا له بر جنوبي وزيرستان څځه د خيبر پښتونخوا ايالتي اسامبلې ته منتخب استازي اصف خان ويلي چې د ضلعي انتظامیې او پوځي چارواکو سره په تماس کې دی. نوموړي زياته کړه چې له بدر سيمې څخه له کډې کوونکو خلکو سره د مرستې کولو لپاره به حکومت ژر ګامونه پورته کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG