د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر پښتونخوا کې د امن لپاره پراخ ولسي احتجاجونه او جرګې روانې دي


د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو کې د د روان ۲۰۲۴ کال د جولايۍ په ۱۹ د امن مارچ په لاریون کوونکو باندې د ډزو وروسته ددغې پېښې پر خلاف د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی وو.
د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو کې د د روان ۲۰۲۴ کال د جولايۍ په ۱۹ د امن مارچ په لاریون کوونکو باندې د ډزو وروسته ددغې پېښې پر خلاف د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت پيل شوی وو.

د خيبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.

د "امن پاڅون" په نوم دا احتجاجونه په دا وروستيو کې په پراخه او منظمه کچه روان دي چې پر حکومتي تګلارو تندې نيوکې پکې کېږي او د امنيتي ادارو پر رول پوښتنې راپورته کېږي چې ولې د امنيت په ټينګولو او د ولس د سر او مال په ساتلو کې پاتې راغلې دي.

د اګست پر ۱۶مه (زمري ۲۶) په شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان او کورمه کې د امن لپاره جرګې او احتجاجونه وشول او ولس له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنې تکرار کړې.

تر دې يوه ورځ وروسته بيا په سوات کې د امن لپاره احتجاجي مظاهره وشوه او بله احتجاجي مظاهره هلته د اګست پر ۱۸مه (زمري ۲۸) ټاکل شوې ده.

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې له تېرو څو ورځو راهيسې د امن لپاره احتجاجي پرلت روان دی. د دې پرلت مشران وايي تر څو چې د پاکستان حکومت او پوځ په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره عملي ګامونه نه وي پورته کړي، پرلت نه ختموي.

د شمالي وزيرستان يو سياسي فعال واجد داوړ وايي چې د دوی دريځ څرګند دی او له خپل دريځه نور نه پر شا کېږي.

هغه وايي: "زموږ پر خاوره باندې بدامني ده. زموږ پر خاوره هدفي وژنې کېږي. موږ هره ورځ څلور پینځه جنازې پورته کوو. موږ به تر هغه وخته رياست ته لکه غر ولاړ يو تر څو چې يې هدفي بريدونه نه وي بند کړي او خپل لاسپوڅي يې نه وي شړلي."

د پېښور پوهنتون ښوونکی او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر عرفان اشرف امريکا غږ اشنا ته وويل چې د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په ولس کې له تېرو څو کلونو راهيسې څرګنده بيداري راغلې او هغوی اوس د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.

نوموړی زياتوي چې په ۲۰۱۸م کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له راټوکېدو وروسته د پښتنو مبارزه خپل منطقي انجام ته رسېدلې ده او هغوی په خپل ښه او بد پوهېدلي او حالات يې درک کړي دي.

ډاکټر اشرف وايي: "په ۲۰۰۱م کال کې چې کله د ترهګرۍ خلاف نړيواله جګړه پيل شوه نو زموږ خلک له داسې مسلې او کشالې سره مخامخ وو چې چا ته پته نه لګېده چې په دا سيمه کې د هغوی د ژوند مقصد څه دی، د هغوی د سيمې به څه جوړېږي او دلته له راغلو ترهګرو سره څه لايحه عمل په کار دی؟ په دې حواله به له رياست او بهرنيو قوتونو سره څوک خبره کوي او داسې نور. دا ټول هغه سوالونه وو چې پښتانه يې ډېر وځورول او پښتنو ته په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې د رسېدلي تاوان ازاله نه ده شوې."

ډاکټر عرفان اشرف زياته کړه چې د پښتنو له خوا د امن پاڅونونو لويه ګټه دا ده چې هغوی نړيوالو ته وښودله چې پښتانه "نه پخوا ترهګر وو او نه اوس ترهګر دي" بلکې "د امن او سوکالۍ غوښتونکي" دي.

نوموړی وايي: "سبا څوک دا نه شي ويلی چې پښتانه پر خپله سيمه د امن لپاره نه وو راوتلي او د دوی د قربانيو ورکول د دې ثبوت دی چې دنيا اوس ګيله نه شي کولای چې ستاسو په سيمه کې تاسو امن نه غوښت."

د ۲۰۰۱م کال را وروسته د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې د وسلوالو بريدونو او پوځي عملياتو په نتيجه کې زرګونه کسان ووژل شول، د ګڼو سيمو خلک کورونو او کاربارونو پرېښودلو ته اړ کړل شول او نورو سيمو ته په کډه کولو مجبوره کړل شول.

که څه هم تر پوځي عملياتو وروسته زياتره خلک بیرته خپلو کورونو او کليو ته ستانه کړل شوي، خو د هغوی په وينا اوس يې هم په سيمه کې امنيت نه دی ټينګ شوی او په نښه کېږي.

بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار ويلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسلوال يې وژلي دي.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د نويو پوځي عملیاتو اعلان هم وکړ. پوځ او حکومت دعوه کوي چې د بدامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات ضروري دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د نويو پوځي عملیاتو پرضد پراخ احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره ټینګ شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG