د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون: بنو کې د امنیتي ځواکونو په ممکنه ډزو کې پنځه مظاهره کوونکي وژل شوي


د پاکستان په بنو کې د امن غوښتنې په احتجاج کې شاوخوا ۱۰ زرو کسانو ګډون کړی.
د پاکستان په بنو کې د امن غوښتنې په احتجاج کې شاوخوا ۱۰ زرو کسانو ګډون کړی.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر احتجاج کوونکو باندې د پاکستان د امنیتي ادارو په ممکنه ډزو کې پنځه احتجاج کوونکي وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

زرګونو کسانو د جمعې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۹) په بنو کې د پاکستان د پوځ د پلان شویو عملیاتو پر ضد او د امن غوښتنې لپاره احتجاج کړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د احتجاج کوونکو پرضد د حکومتي ځواکونو ممکنه تاوتریخوالی غندلی او په ایکس شبکه کې په یو بیان کې یې ویلي چې داسې ښکاري چې حکومت د خپلو خلکو د ژوند او سوله ایزو غونډو د ازادۍ له حق څخه سرغړونه کوي.

په بیان کې راغلي: "صوبايي او فدرالي حکومتونه باید سمدستي له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړي او د هغوی پرځای اندېښنې واوري، د احتجاج کوونکو له وژونکو او ټپي کوونکو مسئولو کسانو سره حساب وکړي."

د بشري حقونو دې کمیسیون غوښتنه کړې چې په سیمه کې د قانون او امن د پلي کېدو لپاره پر هر ډول اقداماتو باید په پارلمان کې په شفاف ډول بحث وشي او د زیانمنو شویو خلکو د حقونو پوښتنه وشي.

احتجاج کوونکي ادعا کوي چې پوځ ورباندې ډزې کړي او شاوخوا ۲۰ کسان پکې ژوبل شوي دي. پوځ تراوسه ددې پیښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د بنو ځايي خلکو، سياسي او مدني فعالانو او سوداګرو د جمعې په ورځ د احتجاج په توګه کاربندیز اعلان کړی وو.

په بنو کې د جمعې د ورځې مظاهرې په دغه ښار کې د پوځ پر یوې اډې د جولای ۱۵مې له برید وروسته شوي چې پوځ ویلي، په برید کې اته پوځیان او ۱۰ بریدګر وژل شوي دي.

په بنو کې د مظاهرو په اړه د سوداګرو د اتحادیې مشر عبدالروف قریشي د امریکا غږ ډیوه راډیو ته ویلي چې دوی د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی خو په امن غوښتونکو ډزې وشوې.

د بنو ښار روغتون چارواکو ويلي، روغتون ته ۲۱ تنه وروړل شوي چې په احتجاجي غونډه کې په مرمیو لګېدلي دي.

د پیښې په اړه تراوسه نه د خیبرپښتونخوا حکومت او نه هم د پولیسو چارواکو کوم بیان خپور کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG