د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وایي په یوې چاپې کې یې ۱۱ وسله وال وژلي دي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې چارواکي وایي امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا لکي مروت په ولسوالۍ کې د وسله والو د پټیدو مرکزونو باندې چاپو کې لږ تر لږه ۱۱ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ سه شنبه جون ۱۱ ( غبرګولي ۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا چاپې د استخباراتي معلوماتو تر لاسه کولو له مخې د وسله والو یو برید په غبرګون کې شوي چې تیره اوونۍ پکې د پاکستان د پوځ اووه سرتیري وژل شوي و.

د پوځ په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په سیمې کې چاڼیز عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه به تر هغې دا عملیات روان ساتي تر څو یې په پاکستان کې د "ترهګرۍ" ګواښ له منځه نه وي وړی.

د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې وژل شوي وسله وال د کومې ډلې غړي و خو تر دې وړاندې پدې سیمې کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي قوي مرکزونه درلودل.

په پاکستان کې وسله والې ډلې چې د دې هیواد امنیتي ځواکونو په خلاف جنګیږي، لا یې د پوځ دې ادعا په باره کې څه ندي ویلي.

پاکستاني چارواکو د همدې تیرې یکشنبې جون نههمې وویل چې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر کاروان د سرک غاړې بم چاودنه کې لږ تر لږه اوه عسکر ووژل شول.

د پاکستان یو امنیتي‌ چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي امریکا غږ ته وویل وسله‌والو لومړی د عسکرو پر کاروان ډزې وکړې او وروسته چاودنه وشوه.

د پاکستان پوځ وایي د روان میلادي کال پیل راهیسې په بمي چاودنو او کمینونو کې لسګونه پاکستاني عسکرو او نور امنیتي ځواکونه وژل شویدي.

پاکستاني مشرانو ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په پاکستان کې تروریستي بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د طالبانو د تحریک مشرانو او جنګیالیو ته پناه ورکړې او ورته پر پاکستان باندې د بریدونو اسانتیاوې برابروي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاورې کې د بل هیواد په وړاندې فعالیت وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې افغانستان د پاکستان د امنیت د ټينګولو مسولیت په غاړه نه لري او اسلام‌اباد دې د خپلې امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG