د لاس رسي وړ اتصالات

اوه پاکستاني عسکر د سرک غاړې بم چاودنه کې وژل شوي


عکس: ارشیف - پاکستاني ځواکونه په کورم ایجنسۍ ګې
عکس: ارشیف - پاکستاني ځواکونه په کورم ایجنسۍ ګې

پاکستاني چارواکو د یک‌شنبې په ورځ جون نهم (غبرګولي ۲۰) وویل چې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر کاروان د سرک غاړې بم چاودنه کې لږ تر لږه اوه عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان یو امنیتي‌ چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي امریکا غږ ته وویل وسله‌والو لومړی د عسکرو پر کاروان ډزې وکړې او وروسته چاودنه وشوه.

تر اوسه د پاکستان پوځ د پیښې په اړه چې په ظاهره کمین بریښي څه نه دي ویلي او کومې ډلې یې هم مسولیت نه دی منلی.

د لکي مروت په سیمه کې چې له افغانستان سره نږدې پرته ده په وروستیو څو کلونو کې کابو هره ورځ پر پاکستاني پوځیانو او پولیسو باندې ګوریلايي بریدونه او بمي چاودنې کیږي.

په پاکستان کې په ځانګړې توګه په خیبرپښتونخوا کې د دغو بریدونو د لویې برخې مسولیت د پاکستان د طالبانو تحریک منلی دی. په تیرو څوو کلونو کې د پاکستان د حکومت په وړاندې د دغې ډلې په بریدونو کې زرګونه پوځیان او غیر نظامیان وژل شوي‌ دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت د تروریزم پر ضد د مبارزې ادارې د شنبې په ورځ په یو راپور کې وویل چې د روان عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه د پاکستان د طالبانو د تحریک په بریدونو کې ۶۵ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د پاکستان امنیتي‌ ځواکونو په دې موده کې ۱۲۰ "تروریستان" وژلي او ۳۰۰ نور یې ژوندي‌ نیولي دي.

د پاکستان پوځ هم د روان کال له پیل څخه تر اوسه په بمي چاودنو او کمینونو کې د لسګونو پاکستاني عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

پاکستاني مشرانو ادعا کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په پاکستان کې تروریستي بریدونه زیات شوي دي.

پر پاکستاني عسکرو باندې د شنبې ورځې برید په داسې مهال ترسره شو چې د چین او پاکستان حکومتونو په یوې اعلامیه کې له طالبانو څخه وغوشتل چې له تروریستي ډلو سره جدي مبارزه وکړي‌او اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د تروریستي بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره کار واخیستل شي.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د طالبانو د تحریک مشرانو او جنګیالیو ته پناه ورکړې او ورته پر پاکستان باندې د بریدونو اسانتیاوې برابروي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاورې کې د بل هیواد په وړاندې فعالیت وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې افغانستان د پاکستان د امنیت د ټينګولو مسولیت په غاړه نه لري او اسلام‌اباد دې د خپلې امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG