د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پاکستان کې د احمدي فرقې دوه غړي وژلي


هعکس: ارشیف
هعکس: ارشیف

د پاکستان د پنجاب په ولایت کې پولیس وایي نامعلومو وسله والو په دوو جلا پیښو کې د احمدي فرقې دوه غړي په ډزو ویشتلي او وژلي دي.

پولیسو ویلی چې دواړه پیښې د پنجاب ولایت منډي بهاوالدین په ولسوالۍ کې شوي او د احمدي فرقې مشرانو ویلي چې یو وژل شوی ۶۲ او دویم یې شاوخوا ۳۰ کلن و، خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان ولې وژل شویدي.

د ولسوالۍ د پولیسو مشر سیمه ایزو مطبوعاتو ته ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې پیل شوي او دوي یو تن د برید په شک نیولی دی.

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې کسانو د وژلو ادعا نده کړې خو د احمدي فرقې استازو یې ملامتي په تحریک لبیک پاکستان په نامه سخت دریځې مذهبي ډلې اچولې ځکه چې پخوا یې هم خپل غړي په احمدیانو او د هغوي د عبادت په ځایونو باندې برید کولو ته هڅولي و.

د تحریک لبیک پاکستاني سیاسي او مذهبي مشران په لاریونونو او مظاهرو کې ډیری وخت د احمدي فرقې غړیو په خلاف تندې خبرې کوي او هغوي ته مقدساتو ته سپکاوي کوونکي وایي.

احمدیان خپل ځانونه مسلمانان بولي خو د پاکستان پارلمان په ۱۹۷۴ کال کې دا ډله غیر مسلمانان اعلان کړل او په ۱۹۸۴ کال په یو بل قانون کې د احمدي فرقي غړي لدې منع کړل چې په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه دې ځانونه مسلمانان نه بولي.

په پاکستان کې همدارنګه پدې ډلې بندیز دی چې په عامه توګه خپل مذهب نشي خپرولی او نه هم د عبادت ځایونو د جوړولو اجازه لري.

انتقاد کوونکي وایي چې د همدې محدودیتونو او بندیزونو له کبله دا ډله په حقوقي او ټولنیزه توګه ځپل شوې او ګڼ شمیر یې د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې وژل شوي هم دي.

د پاکستان د نورو اقلیتونو برخلاف احمدیان ځان مسلمان او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ص لارویان بولي. خو هغوی د احمدي فرقې بنسټ ایښودونکي میرزا غلام احمد خپل مسیحا او مهدی آخر زمان ګڼي. په هغه هیواد کې اکثریت مسلمانان په دې باور دي چې د احمدي فرقې لارویانو د اسلام اساسي اصل بدل کړی او له دې کبله له کافرو څخه هم بد دي.

د احمدي فرقې پر ضد سیاسي اسلامي غورځنگونه ددې سبب شوي چې د پاکستان په اساسي قانون کې بدلون راشي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې په ١٩٧۴ کال هغوی غیر مسلمان وگڼل شول او ورپسې په ١٩٨۴ کې یو بل قانون هغوی له دې منع شول چې ځانه ته مسلمان ووایي. هغوی له آذان کولو څخه منع شوي دي. او آذان وکړي درې کاله بندي کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG