د لاس رسي وړ اتصالات

په تېرو دریو میاشتو کې د پاکستان ۹۶ امنیتي سرتېري وژل شوي- راپور


دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ هم په بنو کې د پاکستان د پوځ په مرکز برید وشو
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ هم په بنو کې د پاکستان د پوځ په مرکز برید وشو

په پاکستان کې د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (سي ار اس اس) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په دغه هېواد کې په تېرو دریو میاشتو کې د ترهګرۍ او ترهګریو ضد په ۲۲۰ بریدونو او عملیاتو کې ۳۸۰ تنه وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې د روان کال د اپریل، مۍ او جون په میاشتو کې په شویو بریدونو او عملیاتو کې ۲۴۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

سي ار اس اس نن سه شنبه جولاۍ ۱۶ (چنګاښ۲۶) دا راپور په خپل ویبسایټ کې خپور کړی دی. په راپور کې ویل شوي دي چې په وژل شویو کسانو کې د «پاکستان ۶۵ پوځیان او ۳۱ پولیس هم» شامل دي.

راپور وايي چې زیاتره بریدونه او د بریدونو ضد عملیات د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شوي دي، «۹۲ فیصده تلفات همدلته اوښتي او ۸۷ فیصده بریدونه» هم دلته شوي دي.

دا دواړه ایالتونه د ډیورنډ کرښې ته نژدې دي او راپور وايي چې د اکثریت بریدونو مسئولیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د پاکستاني رسنیو په حواله پاکستاني طالبان ادعا کوي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په پاکستان کې ۵۰۰ بریدونه کړي دي چې ډېر یې په خیبرپښتونخوا کې وو.

په راپور کې ویل شوي دي، چې ۳۸ فیصده تلفات ممنوع کړل شویو ډلو ته اوښتي دي. په پاکستان کې ممنوع کړل شوې ډلې د طالبانو او د پاکستان حکومت ضد نورو وسله والو ته ویل کېږي.

راپور وايي چې د تلفاتو ۳۲ سلنه یې ولسي خلک دي، چې کان کېندونکي، مذهبي لږکي او نور ولسي خلک په کې شامل دي.

د دغو ارقامو سره سره، سي ار اس اس ویلي دي چې د روان کال د لومړۍ برخې په پرتله په دویمې برخې کې په عمومي ډول په پاکستان کې تاوتریخوالی ۱۲ فیصده کم شوی دی.

سي ار اس اس، په خپل ویبسایټ کې لیکلي دي چې یو بې پرې بنسټ دی، له ۲۰۰۷ کال راهېسې په پاکستان کې فعال دی او د امنیت او نورو اړوندو برخو کې تحقیقات کوي او راپورونه خپروي.

دغه بنسټ داسې مهال په پاکستان کې بریدونو په اړه راپور خپور کړی دی چې همدا تېره ورځ په بنو کې پاکستاني طالبانو د پوځ د یو مرکز مخې ته د موټر بمب برید وکړ او بیا څو ساعته یې جګړه وکړه.

د پاکستان پوځ وايي چې په دغه برید کې اته سرتېري او لس بریدګر وژل شوي دي.

د پوځ په یو بیان کې له افغان طالبانو څخه غوښتل شوي دي چې په افغانستان کې د دغو عناصرو په ضد اقدامات وکړي. اسلام اباد تور لګولي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټ ځایونه لري او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلان او عملي کوي.

خو په کابل کې واکمن افغان طالبان په پاکستان کې بریدونه د دغه هېواد داخلي مسئله بولي او له پاکستاني مقاماتو یې غوښتي دي چې په دې کې دې افغانستان نه ګرموي. افغان طالبان وایي هېڅ یو ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG