د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانیو افغان ولسمشرانو، لوبغاړو او هنرمندانو د ګیله‌من وزیر په مړینې خواشیني ښودلې


عکس: ګیله‌من وزیر
عکس: ګیله‌من وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال او شاعر ګيله من وزیر په مړينه د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو، لوبغاړو او هنرمندانو خواشیني ښودلې او د هغه کورنۍ او ملګرو ته یې تسليت ويلی دی.

ګيله من وزیر څو ورځې وړاندې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یو برید کې له ټپي کېدو وروسته ددغه ښار په یو روغتون کې تر درملنې لاندې وو او د جولای په ۱۰ (چنګاښ ۲۰) یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ویلي چې د ګیله من مړی د جمعې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د هغه په پلرني کلي کې خاورو ته سپارل کیږي.

پخواني افغان ولسمشر اشرف غني د ګيله من په مړينه په اېکس ټولنیزه شبکه کې د هغه کورنۍ، دوستانو او ملت ته تسليت ويلی او زياته کړې یې ده: "ګیله من د یوه ریښتیني وطنپال په توګه تر پایه پر خپل دریځ کلک ودرېد او ژوند یې همدغې داعیې ته وباښه. د ګیله من شهید وطنپالنه به راتلونکو نسلونو ته دده په شعرو کې رسېږي".

غني له دې وړاندې پر ګیله من وزیر برید غندلی و.

د افغانستان بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ګيله من په مړينه د "خواشينۍ او ډاډګېرنې مراتب" وړاندې کړي دي.

په افغان سیاستوالو سربېره د افغانستان د کرکټ ځینو لوبغاړو هم د ګیله من په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان د ګیله من په مړینه د هغه کورنۍ، دوستانو او ټولو افغانانو ته تسلیت ویلی دی.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي رحمان الله ګربز په خپل ایکس کې د ګیله من وزیر په مړینه غمرازي کړې او د هغه کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت ویلی دی.

د افغانستان ځینو مشهورو هنرمندانو او سندرغاړو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلي دي.

سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې په خپلې فیسبوک پاڼې کې یو ویدیويي پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې ګیله‌من "د قوم لپاره قرباني ورکړه" او د هغه په مړینه غمجنه شوې ده.

د افغانستان بل ځوان هنرمند میر خان مقري هم په خپل فیسبوک پاڼه د ګیله من وزیر په مړینه خواشیني ښودلې ده.

مقري لیکلي دي: "ګیلامنه یاره، لکه د بابا د مرګ پشان دردونه او غمونه دی راباندی تېر کړل او لاړې. بس چې د الله خوښه وه نو ځه، په مخه دی ښه."

د ګیله من وزیر د جنازې مراسم به سبا په وزیرستان کې ترسره کېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې د هغه مړی د دغه غورځنګ د مشرانو او ملاتړو په یوه قافله کې د وزیرستان پر لور لېږدول کېږي.

د چهارشنبې د شپې ناوخته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اسلام اباد د "پیمز" روغتون مخې ته د ګیله من وزیر د مړینې اعلان وکړ.

پښتین وویل: "زموږ له خپلو شهیدانو سره دا وعده ده چې هر کله زموږ او ستاسو روحونو سره ملاوېدل، موږ به د خپلواکۍ، د خپلې خاورې او خپل وطن د جوړولو په دې جنګ او مزاحمت کې درغلي یوو، بله لار به نه وي. نن که څه هم ډېر دروند ټکی دی - زما د خولې نه یې وتل ډېر مشکل دي، خو ګیلامن پښتین - یعني هغه زمونږ په منځ کې نشته دی."‌

د جنازې مراسم

د ګیله من وزیر جنازه لاهم د هغه پلارني ټاټوبي وزیرستان ته پر لاره ده او له سوابۍ، پېښور او بنو به تېرېږي، او ټاکل شوې ده چې په هره سیمه کې به یې مینوال هرکلی کوي.

پښتنې فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ کارکوونکې وړانګې لوڼۍ وویل: "پرون ماښام ګیلامن شهید شو او هغه خپله ساه خدای ته ورکړه او موږ نن سهار له اسلام اباده راوتلي یوو، جنازه روانه ده او د اسلام اباد پېشور پر لاره پېښور ته راغلو. په ځای ځای خلګ د جنازې استقبال ته ولاړ وو او د ګیلامن یې په ګلونو استقبال وکړ،‌ د هغه دیدار یې وکړ. اوس زه په جنازه کې شریکه یم او مخ پر وړاندې وزیرستان ته روان یو. د وطن دا غمیزه د وطن دا غم زموږ د ټولو غم دی او باید چې څوک هم مخ ته دي تر وزیرستانه پورې باید هغه ته د عقیدت د ګلونو وړاندې کولو لپاره راووځي."

د غورځنګ د مشرانو په خبره د ګیله من وزیر د جنازې مراسم به سبا مازیګر په اسد خېلو کلي کې ترسره کېږي او هملته به خاورو ته سپارل کېږي.

د وزیرستان دغه زلمي شاعر له امریکا غږ سره یوه مرکه کې ویلي وو،‌ شعر یې له ماشومتوبه لیکه، خو شاعري او فعالیت دواړه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جوړېدو وروسته ملي شو.

د ښاغلي وزیر پر ټپي کېدو او وژنه د افغانستان شاوخوا ټولو مشرانو، سیاستوالو، لوبغاړو او ولس د خواخوږۍ څرګندونې کړې دي، خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو ددې رپوټ تر جوړېدو پورې لا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG