د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سیاستوالو، د کرکټ لوبغاړو او هنرمندانو په ګیله من وزیر برید غندلی


د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړي ګیله من وزیر باندې برید په لویه کچه غندل شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړي ګیله من وزیر باندې برید په لویه کچه غندل شوی دی.

د افغانستان دوو پخوانیو ولسمشرانو، د کرکټ ځینو افغان لوبغاړو او هنرمندانو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړي ګیله من وزیر باندې برید غندلی دی او د هغه د عاجلې روغتیا هیله یې کړې ده.

ګیله من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او فعال دی. په ده باندې د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې برید وشو او اوس په روغتون کې بستر دی.

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل رسمي ایکس حساب کې لیکلي دي: «د ګیله من وزیر له پاره چې په سخت ټپي حالت کې دی، له زرګونو هېوادوالو سره یو ځای له لوی رب العزت ج نه د سملاسي روغتیا هیله او دوعا کوم... په ګیله من برید د ناځوانۍ وروستی حد دی، په کلکه یې غندم او هیله من یم چې ګیله من له دې نازک حالت نه د څښتن ج په فضل راووځي.»

د افغانستان بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه خواشیني‌ څرګنده کړې ده او په خپل ایکس حساب کې یې لیکلي دي: «پر ولسي فعال او خوږ ژبي شاعر ګیله‌ من وزیر برید چې له امله یې دی ټپي شوی ډیر خواشینۍ کړم. د لوی خدای (ج) له درباره ده ته د سملاسې روغتیا استدعا کوم.»

په افغان سیاستوالو سربېره د افغانستان د کرکټ ځینو لوبغاړو هم په ګیله من باندې برید غندلی دی.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان په خپل فیسبوک کې د دغه برید په اړه خواشیني ښودلې ده او لیکلي دي: «الله پاک له دربار څخه غواړم چې ژر تر ژره یې روغ کړي او بېرته یې له خپلې کورنۍ او بچیانو سره یو ځای کړي.»

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي رحمان الله ګربز په خپل ایکس کې د ګیله من وزیر او د هغه د ماشومانو یو ګډ تصویر خپور کړی او لیکلي دي: «د پښتو خوږ ژبی او ولسي شاعر ګیلمن وزیر په ټپي کیدو نهایت خواشینی یم د رب ذوالجلال څخه یې د ژر روغیدو غوښتنه کوم دا ګلالي ماشومان دې رب نه بې پلاره کوي.»

رحمان الله ګربز د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې مخکښ توپ وهونکی و. د افغانستان د کرکټ بل لوبغاړي افتاب علم هم په خپل انستاګرام کې د ګیله من وزیر او د هغه د ماشومانو یو تصویر خپور کړی دی او لیکلي دي: «الله پاک دې روغ جوړ کړه ګیلامان وزیره...»

ځینو نورو افغان لوبغاړو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلې او ګیله من ته یې د ژر رغېدو دعا کړې ده. د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو تر څنګ د افغانستان ځینو مشهورو هنرمندانو او سندرغاړو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلي دي.

سندرې غاړې ښاپېرۍ نغمې په خپل فیسبوک کې یو ویدیويي پیغام خپور کړی دی او په ګیله من باندې یې برید غندلی دی. هغې له دغې پیغام سره لیکلي دي: «د ګیله من وزیر کورنې او د پي ټي ام ټولو غړو ته تسليت وړاندې کومه او دا دعا کومه چې ګیله من ته دې الله پاک روغ صحت ور په برخه کړي...»

د افغانستان بل هنر مند جاوید امېرخېل په اسلام اباد کې هغه روغتون ته ورغلی دی چې ګیله من په کې بستر دی. جاوید امیرخېل روغتون ته د خپل ورتګ ویدیو په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې خپره کړې او او لیکلي دي چې «له ټول قدرمن ولس څخه هیله کوو چې د صحت لپاره یې دعا وکړي.»

د افغانستان بل ځوان هنرمند میر خان مقري هم په خپل فیسبوک او ایکس کې په جلا جلا پیغامونو کې ګیله من ته د روغتیا هیله کړې ده.

مقري لیکلي دي: «ګیلامن وزیر ډېر خوږ سړی دی، هنر دوسته دی. په روغتون کې په بد حال کې پروت دی. عاجله شفا ته یې لاس په دوعا شي...»

د پښتو ژبې نورو سندرغاړو هارون پاچا، کرن خان او ځینو نورو هم په ګیله من باندې د برید غندنه کړې او د ژر رغېدو دعا یې ورته کړې ده. په دې سربېره، زرګونو افغانانو او د ګیله من مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه پیغامونه خپاره کړي دي.

ګیله من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی او شاعر دی او د غورځنګ په غونډو کې به د خپلو خلکو د یوالي لپاره شعرونه ویل. دی په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر فعال و او سلګونه زره مینه وال یې لرل. د جاوید امیرخېل په ګډون ځینو هنرمندانو د هغه شعرونه ویلي هم دي.

دی څه موده مخکې د پاکستان د حکومت له لوري ونیول شو او زندان ته واچول شو. د زندان څخه یې له خلاصېدو وروسته یې په یو اوږد شعر کې د خپل زندان داستان بیان کړی و. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي‌ وایي چې د پاکستان پوځ ګیله من په دې خاطر نیولی و چې «د افغانانو د یوالي او پښتنو د حقونو لپاره مبارزه» کوي. د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ګیله من وزیر
ګیله من وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ څو کاله مخکې فعالیت پیل کړ او غړي یې وايي چې ‌لوی هدف یې په پاکستان کې د پښتون د حقونو ساتل او ژغورل دي.

په ګیله من وزیر باندې دوې ورځې مخکې په اسلام اباد کې برید وشو. د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې برید د ازاد خان داوړ په نوم کوم کس کړی او دوی پولیسو ته د هغه او په دغه برید کې د دخېلو نورو کسانو په ضد عریضه کړې ده، خو لا نیول شوي نه دي.

د دغه برید اصلي انګیزه تر دې دمه معلومه نه ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین رسنیو ته ویلي دي چې ګیله من وزیر لا هم بستر دی او د اکسیجن په مرسته ساه اخلي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG